د خیبر پښتونخوا په کرمه ضلع کې د بارانونو له امله په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. په صده او پیر قیوم کې د باران اوبو کورونو ته ننوتې، ګڼ کورونه زیانمن شوي، یو کس مړ او څو نور ژوبل شوي دي. ضلعي انتظامیه وايي، له زیانمنو شویو کورنیو سره به تر خپلې وسې هر ډول مرسته کېږي.