ضلعي انتظامیه وایي چې په اورکزو کې د سیلابي رېلو له امله د مشتي مېلې بازار ته د اوښتو زیانونو سروی بشپړه شوې ده.

 

د چارواکو په وینا، د اپرېل په ۲۸مه، د ناڅاپي سیلاب له امله ۱۰۱ دوکانونه او ۴ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي، چې له امله یې ګڼ شمېر سوداګر او اوسېدونکي له سختو مالي ستونزو سره مخ شوي دي.

 

د ضلعې ډپټي کمېشنر عرفان الدین په وینا، سیلابي رېلو نه یوازې دوکانونه او کورونه له منځه وړي، بلکې یو شخصي سکول یې هم په بشپړ ډول تباه کړی دی. هغه وویل چې د ټولو زیانونو تفصیلي ارزونه شوې ده او حکومت به د اغېزمنو کسانو لپاره د معاوضې ورکولو بهیر پېل کړي، څو هغوي وکولای شي خپل عادي ژوند بېرته پېل کړي.

 

 

د اورکزو ضلعي چارواکي د ډپټي کمشنر عرفان الدین په مشرۍ کې د مشتي مېلې سیمه ګې د سیلاب له امله اوښتي زیانونه ګوري | انځور شال نیوز / علي افضل افضال

 

 

نوموړي زیاته کړه چې د مرستندویه او ژغورنې په عملیاتو کې ضلعي انتظامیې، ټي ایم ای، ریسکیو ۱۱۲۲ او ‘لوکل ګورنمنټ’ په ګډه برخه اخیستې او د اغیزمنو کسانو مرسته لا هم روانه ده. چارواکي وایي چې د بېړنیو مرستو ترڅنګ به د بیا رغونې چارې هم زر پېل شي، څو سیمه بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

 

بلخوا ځايي اوسېدونکي وایي چې د سیلاب شدت ډېر ناڅاپي او خطرناک و، چې په لږ وخت کې یې پراخ زیانونه واړول. دوي له حکومته غوښتنه کوي چې د مرستو او معاوضې بهیر دې چټک او شفاف وساتل شي، څو زیانمن شوي خلک له اوسنیو ستونزو څخه زر راووځي.