سبۍ : د بلوچستان په سبۍ کې د کیمیاوي سرې د سخت کمښت او نه ترلاسه کېدو پر ضد کروندګرو احتجاجي پرلت وهلی او اېن-۶۵ لویه لاره یې د څو ساعتونو لپاره د ټرافیکو پر مخ تړلې وه.
د زمیندار ایکشن کمېټۍ په بلنه کروندګرو ،د سپتمبر په ۷مه، د ناړي پل په سیمه کې احتجاج وکړ او پر لویه لاره یې خنډونه کېښودل. د لارې د بندېدو له امله د کوټې او سیند ترمنځ پر دې مهمه لاره د مسافر وړونکو بسونو، کوچونو او باروړونکو موټرو اوږده کتارونه جوړ شول.
د راپورونو له مخې، د لارې بندېدو ګڼ مسافر له ستونزو سره مخ کړل او د څو ساعتونو لپاره د موټرو تګ راتګ درېدلی و. په احتجاج کې میر اصغر خان مري، سردار ابراهیم خان باروزی، ډاکټر سید نور احمد شاه، میر سلیم خان مرغزاني، مولانا محمد ادریس رند او د زمیندار ایکشن کمېټۍ غړو ګډون کړی و.
ویناوالو وویل، چې د کیمیاوي سرې کمښت د کروندګرو پر فصلونو سخت اغېز کړی او که حکومت د دوي ستونزه په وخت حل نه کړي، احتجاجونه به نور هم پراخ کړي.
له څو ساعتونو احتجاج وروسته د سبۍ اسسټنټ کمشنر میر بهادر خان بنګلزي د ضلعي ادارې په لارښوونه د پرلت ځای ته ورغی او د زمیندار ایکشن کمېټۍ له مشرانو او احتجاج کوونکو سره یې خبرې وکړې.
د خبرو پر مهال اسسټنټ کمشنر د کروندګرو ستونزه پر ځای وبلله او ډاډ یې ورکړ چې د سپتمبر تر ۱۰مې به د سیمې کروندګرو ته د اړتیا وړ کیمیاوي سره ورسول شي او د وېش انتظام به وشي.
نوموړي له احتجاج کوونکو وغوښتل چې ضلعي ادارې ته د ستونزې د حل لپاره تر ټاکلې نېټې وخت ورکړي. د ضلعي ادارې له ډاډ او ژمنې وروسته زمیندار ایکشن کمېټۍ خپل احتجاج ختم کړ او اېن-۶۵ لویه لاره یې د ټرافیکو پر مخ بېرته پرانیسته.
د لارې له پرانیستل کېدو وروسته د کوټې او سیند ترمنځ د موټرو تګ راتګ بېرته عادي شوی دی.


نعيم اچکزئي