د افغانستان د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د عامو خلکو په شخصي لګښت د “شهدا حیدر” په نوم د هلکانو یو ښوونځی په رسمي ډول پرانستل شو۔ 
 

د غزني د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځی د جاغوري ولسوالۍ د حیدر کلي کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی، چې دوه پوړیزه ودانۍ لري او په کې ۱۲ درسي خونې، یوه اداري خونه او یو مجهز کتابتون شامل دي۔
 

چارواکي وایي، د دې ښوونځي په جوړېدو سره به د سیمي شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکو ته د زده کړې لپاره مناسب او خوندي چاپېریال برابر شي۔ 
 

دا ښوونځی په داسي حال کې پرانستل شوی دی چي په افغانستان کې تېرې څه مودي راهیسي د جينکو په لوړو زده کړو بندېز لګول شوی دی.
 

د جاغوري ولسوالۍ د پوهنې امر، مولوي بسم الله حمید، د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د یاد ښوونځی جوړېدل د سیمي د خلکو د همکارۍ او د پوهنې پر وړاندې د هغوي د ژمنتیا څرګند ثبوت دی۔.
 

هغه زیاته کړه، د پوهنې ریاست هڅه کوي چې په ولسوالیو کې د تعلیمي بنسټونو پراختیا ته دوام ورکړي، څو ټولو ماشومانو ته د زده کړې اسانتیاوې برابرې شي.
 

د یادونې وړ ده چې په وروستیو کې په غزني ولایت کې د خلکو په همکارۍ د ښوونیزو بنسټونو د جوړېدو لړۍ چټکه شوې ده، چې دا کار د پوهنې د ودې لپاره مهم ګام بلل کېږي۔