مستونګ : د بلوچستان د مستونګ ښار په سیمه کې نن، د سپتمبر پر ۷مه، سهار شاوخوا اووه بجې ناڅرګنده وسله والو پر پولیس تاڼې د لاسي بم برید کړی، چې له امله یې یو پولیس ژوبل شوی دی. د مستونګ ډي اېس پي رفیق بلوچ وايي، چې ناڅرګنده کسانو پر پولیس تاڼې لاسي بم غورځولی، چې د تاڼې په انګړ کې چاودلی دی.
د هغه په وینا، په چاودنه کې یو پولیس ژوبل شوی او د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوی دی. له برید وروسته پولیس او د قانون پلي کوونکو نورو ادارو سرتېري سیمې ته رسېدلي او د بریدګرو د موندلو لپاره یې پلټنې پېل کړې دي.
تر اوسه کومې ډلې د برید ذمه واري نه ده منلې او د بریدګرو د هویت په اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي. پولیس وايي، چې د پېښې پلټنې روانې دي او نور جزییات به د پلټنو له بشپړېدو وروسته څرګند شي.


نعيم اچکزئي