زاهدان : ایراني چارواکي وايي، چې د سیستان او بلوچستان ولایت په زاهدان کې د وسله والو په برید کې د سپاه پاسداران اړوند د شهید میرحسیني قرارګاه دوه غړي وژل شوي دي.

 

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د سیستان او بلوچستان د امنیتي چارواکو له قوله وايي، چې برید ،د سپتمبر په ۶مه، ماښام د زاهدان د کورین په سیمه کې شوی دی. وسله والو هغه موټر په نښه کړی چې ځايي بسیجي ځواکونو ته یې خوراکي توکي او نور سامان لېږدول.

 

د سیستان او بلوچستان د والي د امنیتي او انتظامي چارو مرستیال علي خلیل‌ ابادي ویلي دي، چې په برید کې د شهید میرحسیني عملیاتي قرارګاه دوه غړي وژل شوي دي. ایراني رسنیو د وژل شویو کسانو نومونه ابوالفضل عودي او کیوان رمرودي ښودلي دي.

 

مهر خبري اژانس په لومړنیو راپورونو کې ویلي وو چې له یوې وسله والې ډلې سره د نښتې پر مهال دوه امنیتي کسان وژل شوي، خو وروسته رسمي معلوماتو څرګنده کړه چې وسله والو د بسیجي ځواکونو د سامان او خوراکي توکو پر لېږدوونکي موټر برید کړی و.

 

تر اوسه د برید ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې او ایراني چارواکو هم په رسمي ډول د بریدګرو نوم نه دی اخیستی. سیستان او بلوچستان، چې له پاکستان او افغانستان سره پولې لري، په تېرو کلونو کې د ایراني امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ د ګڼو بریدونو او نښتو شاهد پاتې شوی دی.