کوټه: د کوټې د هزارګنجي په سیمه کې د شالکوټ پولیس تاڼې ته نږدې تېره ورځ د لاسي بمونو د برید له امله پرله‌ پسې چاودنې شوې، چې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

 

د پولیسو په وینا، ناڅرګنده وسله والو ،د سپتمبر په ۶مه، د شالکوټ پولیس تاڼې ته نږدې لاسي بمونه غورځولي دي، چې له امله یې چاودنې رامنځته شوې دي. د چاودنو وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

 

د پېښې له امله یو پولیس سرتېری او یو لاروی ژوبل شوي، چې د لومړنۍ درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. پولیس او د قانون پلي کوونکو ادارو نور اهلکار د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم سیمې ته رسېدلي او د پېښې ځای یې کلابند کړی دی.

 

د پولیسو له لوري د بریدګرو پر وړاندې ځوابي کارروایي هم شوې او په سیمه کې د لټون عملیات پېل شوي دي. امنیتي ځواکونو د پېښې له ځایه شواهد راټول کړي.

 

د پولیسو په وینا، بریدګر له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي او د پېښې له امله په سیمه کې وېره او ترهېدنه خپره شوې. د پېښې د څرنګوالي او احتمالي نورو زیانونو په اړه نور معلومات د چارواکو له لوري راټولېږي