بغلان : د افغانستان د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ په شیخ علي کلي کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۶۰ کیلوولټ امپیر ظرفیت لرونکی برېښنايي ترانسفارمر ،د سپتمبر په ۶مه، نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بغلان برېښنا ریاست په وینا، د دې پروژې په فعالېدو سره د سیمې نږدې ۲۰۰ کورنیو ته د برېښنا له اسانتیاوو څخه د استفادې زمینه برابره شوې ده.
مسوولین وايي، د یاد ترانسفارمر په فعالېدو سره به د سیمې د برېښنا ستونزې تر یوه بریده هوارې او د اوسېدونکو لپاره به د برېښنا خدمتونه لا ښه شي.


شال نیوز