کابل : د کابل ښاروالۍ وايي، چې د بره‌ کي څلورلارې د ځمکې لاندې سړک او پاسني پل د جوړولو کار روان دی او د ځمکې لاندې برخې تر ۹۰ سلنې زیات کار بشپړ شوی دی. د ښاروالۍ ،د سپتمبر د ۷مې، د معلوماتو له مخې، دا ځمکنی سړک ۴۷۰ متره اوږدوالی لري او د پاتې کار له بشپړېدو وروسته به ډېر زر پکې قیر اچول پېل شي.

 

د پروژې د پاسني پل شاوخوا ۶۰ سلنه کار هم بشپړ شوی دی. د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، چې پاتې کارونه د پلان له مخې روان دي او ټاکل شوې ده چې پروژه د ۱۴۰۶ لمریز کال د غويي تر پایه بشپړه او د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.

 

د دې پروژې ټول لګښت یو نیم میلیارد افغانۍ ښودل شوی دی، چې د کابل ښاروالۍ له بودجې ورکول کېږي. د پروژې د بشپړېدو لپاره په پېل کې یو نیم کال وخت ټاکل شوی و.

 

بره‌ کي څلورلاره د کابل له هغو سیمو ده چې هره ورځ پکې د موټرو ګڼه ګوڼه ډېره وي. د ځمکې لاندې سړک او پاسني پل په جوړېدو سره به د موټرو لارې سره بېلې شي او تمه ده چې پر څلورلاره د موټرو تم کېدل او ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.

 

کابل ښاروالۍ په وروستیو کلونو کې د ښار په بېلابېلو برخو کې پر نویو سړکونو او پلونو کار پېل کړی دی. د بره‌ کي پروژه هم د همدې کارونو برخه ده او موخه یې دا ده چې د کابل د زیاتېدونکي ټرافیک ستونزه تر یوه حده راکمه کړي.