جکارتا : د اندونیزیا په اناک کراکاټو اور شیندونکي غر کې نن، د سپتمبر پر ۷مه، له پرله پسې چاودنو وروسته د جکارتا د دوو هوايي ډګرونو په ګډون اته هوايي اډې د الوتنو لپاره تړل شوې دي. د اندونیزیا د ټرانسپورټ وزارت وايي، چې د الوتنو د بندېدو او ځنډېدو له امله شاوخوا ۱۷۰ زره مسافر اغېزمن شوي دي.
چارواکي وايي، چې د اور شیندونکي غر له چاودنو وروسته راوتلې ایرې د جاوا او سوماترا پر پراخو سیمو خپرې شوې دي او د هوايي سفر لپاره یې ستونزې جوړې کړې دي. د الوتکو د خوندیتوب لپاره ګڼې کورنۍ او نړیوالې الوتنې ځنډول شوې یا لغوه شوې دي.
په تړلو هوايي ډګرونو کې د جکارتا سوکارنو هاتا نړیوال هوايي ډګر او حلیم پرداناکوسوما هوايي ډګر هم شامل دي. د لامپونګ او لوېدیځې جاوا یو شمېر نورې هوايي اډې هم د ایرې له امله تړل شوې دي.
د جکارتا سوکارنو هاتا نړیوال هوايي ډګر چارواکي وايي، چې دغه هوايي اډه به لږ تر لږه د دوشنبې تر ماښامه تړلې پاتې شي. د نورو هوايي ډګرونو د بېرته پرانیستلو پرېکړه به د ایرې د خپرېدو، باد او هوا د حالت له ارزونې وروسته کېږي.
د اندونیزیا د ټرانسپورټ وزارت ویلي دي، چې په اتو اغېزمنو هوايي اډو کې تر ۱،۵۰۰ ډېرې الوتنې ځنډېدلې یا لغوه شوې دي. یوازې د جکارتا په اصلي هوايي ډګر کې نږدې زر الوتنې اغېزمنې شوې دي.
د سینګاپور ایرلاینز، ایر اېشیا او ځینو نورو هوايي شرکتونو خپلې یو شمېر الوتنې لغوه کړې یا یې بدیلو هوايي ډګرونو ته اړولې دي. حکومت هم پنځه نور هوايي ډګرونه د بدیل په توګه چمتو کړي، څو بند پاتې مسافر وکولی شي خپلو سفرونو ته دوام ورکړي.
د اندونیزیا د اور شیندونکو غرونو د څار ادارې ویلي دي، چې د اناک کراکاټو وروستۍ ثبت شوې چاودنه ،د سپتمبر په ۶مه، د شپې اته بجې او ۲۳ دقیقې شوې وه. ادارې خبرداری ورکړی دی چې د نورو چاودنو امکان لا هم ډېر دی او د غره فعالیت په دوامداره توګه څارل کېږي.
د چارواکو په وینا، د ایرې لوګي په ځینو لورو کې تر لسګونو زرو فوټو پورې لوړ شوي دي. د بانتن، لامپونګ او جکارتا شاوخوا سیمې هم د ایرې له خپرېدو اغېزمنې شوې دي.
روغتیايي چارواکو خلکو ته ویلي دي چې په اغېزمنو سیمو کې له کوره د وتلو پر مهال ماسکونه وکاروي او تر وسه وسه له ایرې ځان وساتي. په ځینو سیمو کې ښوونځي هم انلاین درسونو ته اړول شوي او د کب نیولو ځینې چارې درول شوې دي.
د اندونیزیا چارواکي وايي، چې تر اوسه د دغو تازه چاودنو له امله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. د سونامي د سمدستي خطر نښې هم نه لیدل کېږي، خو خلکو ته ویل شوي دي چې د اور شیندونکي غر له خطرناکې سیمې لرې پاتې شي.
اناک کراکاټو د جاوا او سوماترا ټاپوګانو ترمنځ په سونډا تنګي کې پروت دی. دا غر د هغه تاریخي کراکاټو له پاتې شونو وروسته رامنځته شوی دی چې په ۱۸۸۳م کال کې یې ستره چاودنه کړې وه. په ۲۰۱۸م کال کې د اناک کراکاټو د یوې برخې نړېدو سونامي رامنځته کړې وه چې سلګونه کسان پکې وژل شوي وو.


شال نیوز