اسلام‌ اباد : د پاکستان د پلاننګ وفاقي وزیر احسن اقبال ویلي دي، چې د هېواد د حکومتولۍ او اداري نظام د ښه کولو لپاره پاکستان دوه مهمې لارې لري: یا دې په ۱۶۰ ضلعو کې بااختیاره مقامي حکومتونه جوړ شي او مالي سرچینې دې نېغ په نېغه ور ورسول شي، یا دې د سیاسي اتفاق له لارې له ۱۲ تر ۱۵ پورې نوې صوبې جوړې شي.

 

احسن اقبال ،د سپتمبر په ۶مه، ویلي دي، چې د شاوخوا ۲۶ کروړه نفوس لرونکي پاکستان لپاره موجوده اداري جوړښت تر ډېر فشار لاندې راغلی او د خلکو ستونزې له موجوده صوبايي مرکزونو څخه په اغېزمنه توګه نه شي هوارېدی.

 

هغه په دې لړ کې د بېلګې په توګه ویلي دي، چې له رحیم یار خان څخه تر اټک پورې ټول پنجاب له لاهوره، له ډي ایي خان څخه تر چترال پورې خیبر پښتونخوا له پېښوره او له پسني څخه تر ژوب او قلعه سیف الله پورې بلوچستان له کوټې څخه اداره کول ستونزمن شوي دي. د هغه په وینا، د نفوس له زیاتېدو سره د واکونو دا مرکزیت موجود نظام تر فشار لاندې راوستی دی.

 

اقبال ویلي دي، چې د ۱۸م ایيني ترمیم وروسته وفاق ګڼ واکونه صوبو ته وسپارل، خو صوبو بیا دغه واکونه او مالي سرچینې تر مقامي حکومتونو او ضلعو پورې په کافي اندازه ونه رسولې. د هغه په وینا، همدا لامل دی چې واکونه په صوبايي کچه متمرکز پاتې شوي او عام خلک د تعلیم، صحت، صفایۍ، پاکو اوبو او نورو بنیادي خدمتونو لپاره لا هم له ستونزو سره مخ دي.

 

وفاقي وزیر ویلي دي، چې په تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو کې د پاکستان ګڼ ټولنیز او بشري پرمختیايي شاخصونه خراب شوي دي او که په اداري جوړښت کې بنیادي بدلون رانه شي، د هېواد پرمختیايي هدفونو ته رسېدل به ستونزمن وي.

 

د هغه په وینا، لومړۍ لاره دا ده چې په ۱۶۰ ضلعو کې داسې بااختیاره مقامي حکومتونه جوړ شي چې یوازې نومي ادارې نه وي، بلکې د صوبايي فنانس کمېشن له لارې ورته نېغ په نېغه مالي سرچینې هم ورکړل شي. هغه ویلي، په دې توګه به پرېکړې خلکو ته نږدې وشي او په وروسته پاتې سیمو کې به د پرمختیايي منصوبو عملي کول او څارنه هم اسانه شي.

 

دویمه لاره، د احسن اقبال په وینا، دا ده چې د ټول هېواد د سیاسي اتفاق له لارې له ۱۲ تر ۱۵ پورې نوې صوبې جوړې شي. هغه ټینګار کړی دی چې د نویو صوبو جوړول باید د کومې یوې سیاسي ډلې یا سیمې غوښتنه ونه ګڼل شي، بلکې دا بحث باید د اداري اړتیاوو او د خلکو د خدمتونو د ښه کولو له نظره وشي.

 

احسن اقبال د نویو صوبو په اړه تر خپلو لومړنیو څرګندونو وروسته دا هم روښانه کړې ده چې حکومت تر اوسه د نویو صوبو د جوړولو کومه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. هغه د دې موضوع لپاره د یو داسې کمېټۍ وړاندیز کړی چې د هېواد د اداري جوړښت په اړه قامي او سیاسي بحث پېل کړي.

 

محسن داوړ : د نوو صوبو وړاندیزونه ردوو، خیبر پښتونخوا به وېشل کېدو ته پرېنږدو
محسن داوړ : د نوو صوبو وړاندیزونه ردوو، خیبر پښتونخوا به وېشل کېدو ته پرېنږدو

 

هغه ویلي دي، چې د پاکستان خلک تر هر سیاسي شعار زیات ښه تعلیم، روغتیايي اسانتیاوې، صفايي، پاکې اوبه او اغېزمن حکومت غواړي او د اداري اصلاحاتو بحث هم باید له همدې زاویې وکتل شي.

 

احسن اقبال دا هم ویلي دي چې په نړۍ کې د حکومتولۍ یوه مهمه لار دا ده چې واکونه تر خلکو او ځايي ادارو پورې ورسول شي، خو په پاکستان کې د حکومت درېیمه کچه، یعنې مقامي حکومتونه، لا هم په بشپړه توګه بااختیاره شوي نه دي.

 

د هغه تازه وضاحت د نویو صوبو د روان بحث یوه مهمه برخه ګڼل کېږي، ځکه نوموړي اوس موضوع یوازې د صوبو تر زیاتولو محدوده نه ده ساتلې، بلکې ۱۶۰ بااختیاره ضلعي حکومتونه یې د بدیلې لارې په توګه وړاندې کړي دي.