پېښور : د ملي جمهوري غورځنګ مرکزي مشر ،محسن داوړ، د نوو صوبو د جوړېدو وړاندیزونه په کلکه رد کړي او ویلي یې دي چې د خیبر پښتونخوا د وېشلو اجازه به ور نکړي.

 

محسن داوړ ،د اګست په ۲۸مه، په پېښور پرېس کلب کې د ګوند د مشرې ،بشرا ګوهر، او نورو مشرانو سره ګډې خبري غونډې ته وویل، چې که په صوبه کې ستونزې دومره جدي وي، نو باید د اداري اصلاحاتو له لارې حل شي، نه دا چې صوبې ووېشل شي.

 

نوموړي وویل، چې د نوو صوبو د جوړېدو پرېکړه د پارلمان واک دی او هېڅ یو فرد ته اجازه نه شي ورکول کېدی چې په خپله د داسې مهمو پرېکړو هڅه وکړي. د ده په وینا، د نوو صوبو د جوړېدو لپاره باید د اساسي قانون له مخې په پارلمان کې د دوه پر درېیمې اکثریت له لارې پرېکړه وشي.

 

محسن داوړ وویل، چې د نوو صوبو جوړول د ستونزو حل نه دی، بلکې ستونزې به نورې هم زیاتې کړي. نوموړي د نوو انتظامي یونټونو په اړه د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي بیان ته په اشاره وویل چې دا خبره ورته د بل چا ژبه ښکاري.

 

هغه زیاته کړه چې ځینې سیاسي ګوندونو لا له وړاندې د نوو صوبو په حق کې قراردادونه منظورول پېل کړي دي، خو په راتلونکي کې به پر دغو پرېکړو له پښېمانۍ پرته بل څه ترلاسه نه کړي.

 

د این اېف سي ایوارډ په اړه محسن داوړ وویل چې هڅې کېږي، څو په تېر این اېف سي ایوارډ کې صوبو ته ورکړل شوې ونډه بېرته واخیستل شي او این اېف سي کمزوری شي. نوموړي غوښتنه وکړه چې وړو صوبو ته باید د این اېف سي له مخې خپل حقونه ورکړل شي.

 

د خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت په اړه هغه وویل چې حالات دومره خراب شوي دي چې اوس هر وګړی د خپل ځان او مال د ساتنې په اړه اندېښمن دی. محسن داوړ وویل، چې وفاق په خیبر پښتونخوا کې د امن جرګو ته هغه اهمیت نه دی ورکړی چې باید ورکړل شوی وای.

 

د نوموړي په وینا، د نوو صوبو پر ځای باید لومړی د خلکو ستونزې حل، په صوبه کې امن ټینګ او وړو صوبو ته د این اېف سي له لارې خپل حقونه ورکړل شي. هغه ټینګار وکړ چې د نوو صوبو د جوړېدو لپاره باید د ټولو اړخونو ترمنځ سلا مشوره او نوی ټولنیز تړون وشي او دا ډول پرېکړې باید د زور له لارې ونه شي.