د اروپايي کمېسیون د مشرې او په اروپايي ټولنه کې د تر ټولو ځواکمنو څېرو له ډلې د یوې، اورسولا وان دیر لاین، یوې خبرې ماته د امریکايي ټلویزیون سي بي اېس د ملي امنیت د لوړپوړي خبریال ،چارلس ډې اګېټا، هغه خبره را یاده کړه چې یو وخت یې اروپا، د عراق او افغانستان خلاف، «نسبتاً مهذبه» بللې وه.
خبریالانو له وان دیر لاین څخه د دې په اړه پوښتنې وکړې چې اروپايي ټولنه ولې پر اسراییل د بندیزونو لګولو لپاره یوې ګډې پرېکړې ته نه رسېږي، په داسې حال کې چې په غزه کې نسل وژنه روانه ده. هغه پر دغو پوښتنو ناراضه ښکارېده. خبریالانو د «نسل وژنې» ټکی ونه کاراوه، خو د نسل وژنې د نړیوالو پوهانو په وینا، دا نسل وژنه ده.
وان دیر لاین وویل چې غواړي موضوع روښانه کړي، او بیا یې خبریالانو ته وویل:
«موږ، اروپايي ټولنه، د فلسطیني ولس تر ټولو لوي مرستندوی یو، تر ټولو لوي. له موږ ډېر بل هېڅوک مرسته نه کوي.»
هغې وویل:
«موږ د بشري مرستو ۸۵ هوايي الوتنې تنظیم کړې دي او تر ۵۶۰۰ ټنو ډېر ضروري توکي مو رسولي دي. نو زما په فکر دا مهمه ده چې خلک پرې پوه شي، له موږ ډېر بل هېڅوک مرسته نه کوي.»
خو د همدې خبرې تر شا یو ژور تضاد پروت دی.
اروپا له یوې خوا اسرايیل ته سیاسي ملاتړ، دفاعي اړیکې او وسلې ورکوي، او له بلې خوا هغو فلسطینیانو ته خواړه او بشري مرستې رسوي چې د همدې جګړې، محاصرې او ویجاړۍ له امله وږي او بې وسه شوي دي.
وان دیر لاین داسې ښکارېده چې د خپلو خبرو په همدې تضاد نه پوهېږي. هغې په ویاړ خبریالانو ته وویل چې اروپايي ټولنه په غزه کې میلیونونو وږو فلسطینیانو ته خواړه رسوي، هغو خلکو ته چې اسراییل په قصدي ډول له لوږې سره مخامخ کړي دي، خو اروپايي ټولنه بیا هم هغه هېواد ته سزا نه ورکوي چې دا عمل یې د نړیوال قانون له مخې جنګي جرم دی.
هغې وویل، اروپايي ټولنې تر ۵۰۰۰ ټنو ډېر ضروري توکي رسولي دي. خو دغه توکي ځکه ضروري شوي چې اسراییل پر دې کوچنۍ غزې تړانګه دومره چاودېدونکي مواد غورځولي چې د ځواک کچه یې د هیروشیما د لسو یا تر دې د ډېرو اټومي بمونو له ځواک سره برابره بلل شوې ده.
مهمې زیربناوې، لکه د برېښنا مرکزونه او د اوبو رسولو سیستمونه، په قصدي ډول ویجاړ شوي او د غزې نږدې ټول روغتونونه له منځه تللي دي. فلسطینیان له سختو کړاوونو سره مخ دي. داسې مستندې پېښې هم شته چې ماشومانو ته د بې هوښۍ له درملو پرته د بدن د غړو پرېکولو عملیات شوي دي.
د هغې خبرې، او دا ښکاره ناراضي چې ګواکې څوک اروپايي ټولنه د فلسطینیانو په برخه کې په ناکامۍ تورنوي، ژورې اندېښمنوونکې، ان یو څه وېروونکې وې، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه له اسراییل سره دفاعي او سوداګریز تړونونه کوي، هغه وسلې ورکول کېږي چې د فلسطینیانو په وژلو کې کارېږي، خو بیا هم نه غواړي پر اسراییل بندیزونه ولګوي او یا یې حساب ورکولو ته اړ کړي.
د اروپايي ټولنې مشره دا څرګند تضاد له پامه غورځوي: له یوې خوا د هغو مرستو ستاینه کوي چې فلسطینیان د نسل وژنې په منځ کې ژوندي ساتي، خو له بلې خوا د اسراییل ملاتړ کوي، ورسره مرسته کوي او ان وسلې ورکوي، هغه اسراییل چې اوس په ښکاره د غزې د فلسطینیانو د قامي پاکونې په لټه کې دی.
همدا اوونۍ د اسراییل د ملي امنیت وزیر، ایتامار بن ګویر، له غزې څخه په زور د فلسطینیانو د ایستلو او نورو هېوادونو ته د هغوي د لېږلو یو پلان وړاندې کړ.
بن ګویر، چې د اسراییلي ټاکنو په درشل کې یې خبرې کولې، ویلي چې د هغه د پلان له مخې به په لومړي کال کې ۲۵۰ زره فلسطینیان په زور له غزې وایستل شي او پاتې کسان به په راتلونکو شپږو کلونو کې وباسي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، بن ګویر همدا پلان بیان کړی دی. خو اروپايي ټولنه لا پر بن ګویر د بندیزونو لګولو په اړه هم یوې پرېکړې ته نه شي رسېدلی.
بن ګویر همدا اوونۍ پر ټولنیزو رسنیو د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوی یو انځور خپور کړ. په انځور کې هغه د فلسطینیانو د یوې اوږدې لیکې څارنه کوي او خلک داسې ځای ته بیول کېږي چې د ګاز خونې ته ورته ښکاري. هغه د سخت ولسي غبرګون وروسته دغه انځور بېرته لرې کړ.
د وان دیر لاین خبرو ته چې مې غوږ نیولی و، دا پوښتنه راته پیدا شوه چې څوک څنګه اروپا «نسبتاً مهذبه» بللی شي. په همدې وخت کې ماته د امریکايي ټلویزیون سي بي اېس د ملي امنیت د لوړپوړي خبریال، چارلس ډې اګېټا، هغه خبرې را یاده شوې.
دا د ۲۰۲۲ کال خبره ده، د روسیې له خوا پر اوکراین د برید له پیل لږ وخت وروسته. ډې اګېټا له کییف څخه راپور ورکاوه. هغه هڅه کوله داسې ټکي پیدا کړي چې د اوکراین تر برید لاندې لیدلو پر مهال خپله حیرانتیا او اندېښنه بیان کړي.
هغه وویل:
«دا داسې ځای نه دی، په ټول درناوي، لکه عراق یا افغانستان چې لسیزې جګړې پکې روانې دي… دا یو نسبتاً مهذب، نسبتاً اروپايي ښار دی، زه باید دا ټکي هم په احتیاط وټاکم، داسې ښار چې ته نه تمه لرې او نه هیله کوې چې دا ډول څه به پکې وشي.»
هغه وروسته بخښنه وغوښته او ویې ویل چې دا یې «د ټکو ناسم انتخاب» و.
خو دا یوازې د ټکو ناسم انتخاب نه و. دې خبرې حقیقت له پامه غورځولی و.
عراق د بشري تمدن له زانګوګانو څخه دی، خو امریکا او برېتانیا پرې یرغل وکړ. افغانستان هم د هغو جګړو ښکار شوی چې بهرنیو یرغلونو ورته لاره هواره کړې ده؛ لومړی پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، هغه شوروي اتحاد چې خاوره یې هم په اسیا او هم د «نسبتاً مهذبې» اروپا په وچه کې پرته وه، او وروسته په ۲۰۰۱م کال کې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ.
دا نه یوازې د «ټکو ناسم انتخاب» و، بلکې تاریخ یې هم ناسم بیان کړ.
«نسبتاً مهذبې» اروپا د لسیزو اوږدې جګړې لیدلې دي. همدې «نسبتاً مهذبې» اروپا د شلمې پېړۍ ځینې تر ټولو وحشتناک جرمونه هم کړي دي، او نن د یوویشتمې پېړۍ په یو تر ټولو وحشتناک جرم کې هم شریکه ده، دا ځل هغه جرم چې اسراییل یې کوي.
د اروپا تاریخ پخپله خبرې کوي.
دواړه نړیوالې جګړې په اروپا کې پېل شوې. هولوکاسټ، د تاریخ تر ټولو وحشتناک جرم، چې له شپږو میلیونو ډېر یهودان پکې ووژل شول، هم په همدې اروپا کې وشو. روما خلک، معلول کسان، د همجنس پالو ټولنې غړي، د یهوه شاهدان، پولنډیان او د شوروي اتحاد جنګي بندیان هم د نازیانو د وژنو قربانیان شول.
وروسته بیا د ۱۹۹۱م او ۲۰۰۱م کلونو ترمنځ د پخوانۍ یوګوسلاویا جګړو اروپا یو ځل بیا په وینو ولړله. ډېر پخوا نه، د ۱۹۹۵م کال په جولایۍ کې، «نسبتاً مهذبو» اروپايي بوسنیایي سربانو د سربرېنیتسا په سیمه کې تر ۸۰۰۰ ډېر بوسنیایي سړي او هلکان ووژل.
د امریکا د هولوکاسټ یاد موزیم په وینا، «دا له هولوکاسټ وروسته په اروپا کې تر ټولو لویه ډله ییزه وژنه وه.»
«نسبتاً مهذبه» اروپا یوه افسانه ده چې تر شا یې یو ډېر بدرنګ حقیقت پټ دی، داسې حقیقت چې د نړۍ ډېره برخه ورسره شریکه ده، او د فلسطینیانو د نسل وژنې په وړاندې د اسراییل د کړنو د منلو له لارې اوس لا څرګند شوی دی.
پر اسراییل د سزا له لګولو انکار، د غزې د فلسطینیانو د نسل وژنې او قامي پاکونې په اړه له اسراییل څخه د حساب نه غوښتل، او په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو هغه کړاوونه چې سخت دریځي او تاوتریخوالي کوونکي یهودي مېشتکوونکي یې د اسراییلي پوځ په مرسته ورباندې تپي، یوازې د اروپا جرم نه دی، بلکې د نړۍ د ډېرو هېوادونو مشران هم پکې شریک دي.
د وان دیر لاین دغه څرګندونې د جولایۍ په میاشت کې په ایرلنډ کې د اروپايي کمېسیون د یوې غونډې په پای کې شوې وې.


کیتي ګینن