د پولیو د مخنیوي پروګرام تر مخه، د خيبرپښتونخوا په بنو او شمالي وزیرستان کې ،د مې په لومړۍ، د ګوزڼ دوه تازه پيښې تائيد شوي دي، چي ورسره سږ کال ټول هېواد کې د دې رنځ نه د اغېزمنو ماشومانو شمير ۳ ته لوړ شوی دی.

 
د چارواکو په وېنا د ماشومانو عمرونه ۲ کاله او ۴ میاشتې دي۔ ۲ کلن ماشوم د بنو د جاني خېل یونین کونسل سره تعلق لري او ۴ میاشتنی ماشوم د شمالي وزبرستان څخه دی.

 

د پولیو د مخنیوي ملي پروګرام ترمخه، پولیو یو لاعلاجه مرض دی او یوازې د واکسین (د پولیو څاڅکو) د لارې ترې ماشومان ژغورلې کيدې شي، کوم چې بايد د ۵ کالو نه کم عمره ماشومانو ته د هر کمپاین په دوران کې ورکړل شي۔ 
 

د اداري په وېنا روانه مياشت ،مې، کې به د هيواد مخصوص ضلعو کې د ۵ کالو نه کم عمره ماشومانو ته د پوليو مخنیوي واکسین ورکولو لپاره مهم چلولی شي چې پکې به يو کروړ ۹۰ لکه ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکول کیږي. 
 

د دې نه مخکې په کال ۲۰۲۵ کې د پوليو ۳۱ پيښي ثبت شوې وې چي پکې د ټولو نه زيات د ۲۰ تعلق پکې د خيبرپښتونخوا سره وو۔ 
د پوليو د مخنیوي پروګرام د معلوماتو له مخي ، په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې ۷۴ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي وو۔ کال ۲۰۲۴ کې د پوليو تر ټولو زيات ۲۷ کيسونه د بلوچستان نه رپورټ شوي دي۔ په سيند کې ۲۳، خيبرپښتونخوا کې ۲۲، او پنجاب او اسلام آباد کې يو يو ماشوم ګوزڼ وهلې وو

 

دا په داسې حال ګې ده چې پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه يواځیني هيوادونه دي چي پکې لا هم د پوليو وائرس شتون لري.