نوښار : د نوښار د اکبرپورې په زخي چارباغ سیمه کې ،د سپتمبر په ۶مه، د واده پر مهال په ډزو کې د واده د زلمي مشر ورور وژل شوی او پولیسو د پېښې په تور د هغه د تره زوی نیولی دی.

 

پولیس وايي، د دفتر خان د زوې اسد خان د واده پر ورځ، کله چې جنج د روانېدو په حال کې و، د هغه د تره زوی کامران خان ناڅاپه ډزې وکړې. د پولیسو په وینا، اسد خان له ډزو روغ وتلی، خو د هغه مشر ورور جبار خان په ګولۍ ولګېد او په ځای ووژل شو.

 

پولیس وايي، تورن له پېښې وروسته د تېښتې هڅه وکړه، خو پولیسو نیولی دی. د جبار خان مړی د پوسټ مارټم لپاره د پبو میا راشد میموریل هسپتال ته وړل شوی او تر پوسټ مارټم وروسته کورنۍ ته سپارل شوی دی.

 

د اکبرپورې پولیسو د پېښې مقدمه درج کړې او د وژنې د علت په اړه یې نورې پلټنې پېل کړې دي.