کوټه : په بلوچستان کې د اوبو سخت کمښت، د ځمکې لاندې اوبو د کچې پرلهپسې ټیټېدل، زیاته ګرمي او د بارانونو کموالی د صوبې کرنه له جدي ستونزو سره مخ کړې ده. د مېوو باغونه، سبزي او نور فصلونه اغېزمن شوي او زرګونه کروندګر د حاصلاتو د کمېدو، د اوبو د زیاتېدونکو لګښتونو او د روزګار د خرابېدو اندېښنه لري.
د بلوچستان په شمالي او مرکزي سیمو کې، چې مڼې، انګور، زردالو، شفتالو او نورې مېوې پکې کرل کېږي، د کرنې لویه برخه د ځمکې لاندې اوبو پورې تړلې ده. خو د اوبو سطحه په پرله پسې ډول ټیټېږي او کروندګر اړ دي چې نورې ژورې څاه ګانې وباسي او د اوبو د راایستلو لپاره زیات لګښت وکړي.
د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، په بلوچستان کې له ځمکې لاندې اوبه تر هغه زیاتې راایستل کېږي چې په طبیعي توګه بېرته پوره شي. په ځینو سیمو کې د اوبو سطحه هر کال شاوخوا یو میټر ټیټېږي، او په ځینو نورو ځایونو کې دا کچه تر دې هم زیاته ده.
په کوټه، مستونګ، پشین، کلات او قلعه عبدالله کې د اوبو کمښت د باغدارانو لپاره تر ټولو لویه ستونزه بلل کېږي. په دغو سیمو کې ډېر باغونه پر ټیوب وېلونو ولاړ دي او د اوبو د کچې له ټیټېدو سره د برېښنا، سولر، پمپونو او د څاه ګانو د ژورولو لګښتونه هم زیات شوي دي.
کروندګر وايي، ستونزه یوازې د انګورو تر باغونو محدوده نه ده. مڼې، زردالو، شفتالو او نورې مېوې هم د اوبو د کمښت او زیاتې ګرمۍ له امله اغېزمنې شوې دي. په ډېرو سیمو کې د مېوو اندازه، وزن او کیفیت کم شوی او ځینې باغونه د وچېدو له خطر سره مخ دي.
د سبزیو کرونکي هم ورته ستونزې لري. پیاز، روميان، مرچ او نور سبزيجات پر وخت اوبو ته اړتیا لري، خو د اوبو د کمښت له امله ځینې کروندګر اړ شوي چې کرونده کمه کړي یا ځمکه بې کاره پرېږدي. د اوبو بحران یوازې د بلوچستان د باغدارۍ سیمو پورې نه دی محدود. په نصیراباد او نورو کانالي سیمو کې هم کروندګر د ابادۍ د اوبو د کمښت شکایت کوي.
د اګست پر نهمه په نصیراباد کې سلګونو کروندګرو او زمیندارانو د اوبو د کمښت پر ضد احتجاج کړی و. هغوي ویلي وو چې د کانالونو د اوبو د نه رسېدو له امله په پراخه کچه کرنیزه ځمکه اغېزمنه شوې او کروندګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
په ځینو نورو سیمو کې هم زمیندارانو د خپلې برخې د اوبو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د اوبو د نه رسېدو له امله فصلونه وچ شوي او د هغوي روزګار سخت اغېزمن شوی دی.
د خوړو د خوندیتوب نړیوالې ادارې هم ویلي چې په بلوچستان کې د سږکال مون سون بارانونه په ډېرو سیمو کې تر معمول کم پاتې شوي او د خریف فصلونه د اوبو له کمښت سره مخ دي. زیاته ګرمي د فصلونو د اوبو اړتیا نوره هم ډېروي، خو د اوبو ټیټه شوې سطحه د کروندګرو لپاره د ټیوب وېلونو چلول ګران کړي دي.
د بلوچستان په ډېرو کلیوالو سیمو کې د خلکو روزګار مستقیم له کرنې سره تړلی دی. که باغونه او فصلونه کم شي، اغېز یې یوازې پر زمیندار نه وي، بلکې پر مزدورانو، مېوه پلورونکو، ټرانسپورټرانو، مارکیټونو او نورو کاروبارونو هم پرېوځي.
د کروندګرو په وینا، په ډېرو سیمو کې د کرنې لګښتونه زیات شوي، خو حاصلات کم شوي دي. د اوبو، سرې، تخم، مزدورۍ او ترانسپورټ د لګښتونو له زیاتېدو سره د کروندګرو ګټه هم کمه شوې ده. ځینې کروندګر وايي، که د اوبو حالت همداسې روان وي، نو هغوي به اړ شي چې د مېوو باغونه پرېږدي یا داسې فصلونو ته مخه کړي چې لږې اوبه غواړي.
د بلوچستان د اوبو بحران اوس یوازې د یوې ضلعې یا یو فصل مسئله نه ده. په یوه خوا کې د کوټې، پشین، مستونګ، کلات او قلعه عبدالله باغداران د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو له ستونزې سره مخ دي، او په بله خوا کې د نصیراباد او نورو کانالي سیمو کروندګر د ابادۍ د اوبو د کموالي شکایت کوي.
که د اوبو وضعیت همداسې دوام وکړي، د مېوو او سبزیو تولید به نور هم کم شي، د کروندګرو زیانونه به زیات شي او د کلیوالو سیمو د خلکو روزګار به لا خراب شي.
د بلوچستان د کرنې لپاره اوس تر ټولو لویه پوښتنه دا ده چې صوبايي او وفاقي ادارې به د اوبو د کمېدو د مخنیوي، د باراني اوبو د ساتلو، د بندونو او کانالونو د ښه کولو او کروندګرو ته د لږو اوبو کاروونکو طریقو د برابرولو لپاره څه ګامونه اخلي.


نعيم اچکزئي