کوټه : د بلوچستان په چاغي او دوکۍ ضلعو کې ،د سپتمبر په ۶مه، په دوو جلا پېښو کې د درېیو افغانانو په ګډون څلور کسان وژل شوي او دوه نور وسله والو له ځان سره بیولي دي.
د دوکۍ پولیس وايي، د ضلعې د ژالار په سیمه کې ناپېژاندو وسله والو د قامي مشر سردار اکبر خان ناصر پر کرنیزه ځمکه د ساتونکو پر پوستې برید کړی دی.
د دوکۍ د پولیسو مشر منصور احمد بزدار په وینا، په برید کې غنو د خدای داد زوې، اغا جان او عزت خان وژل شوي دي. پولیس وايي، درې واړه د افغانستان وګړي وو او د سردار اکبر خان ناصر پر ځمکه یې د ساتونکو په توګه کار کاوه.
پولیس وايي، بریدګرو دوه نور ساتونکي، نادر خان او بشیر خان، هم له ځان سره بیولي دي. تر پېښې وروسته پولیس او امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د دواړو کسانو او بریدګرو د موندلو لپاره یې عملیات پېل کړي دي.
د وژل شویو کسانو مړي د دوکۍ ضلعي روغتون ته انتقال شوي او تر ضروري قانوني کارروایۍ وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
ژالار د دوکۍ ښار سویل ته په شاوخوا یو ساعت واټن کې پرته غرنیزه سیمه ده. پولیس وايي، د سیمې د سختې جغرافیې له امله د لټون په عملیاتو کې ستونزې شته. د پولیسو په وینا، په همدې سیمه کې تر دې وړاندې هم د سردار اکبر خان ناصر پر ځمکه ساتونکي په نښه شوي دي.
په یوه بله پېښه کې، د چاغي په بازار کې وسله والو قامي مشر حاجي ملک کریم داد محمد حسني په ډزو وژلی دی. پولیس وايي، نوموړی په یو دوکان کې ناست و چې څلور وسله وال ورغلل او پرې یې ډزې وکړې.
هغه پر ځای وژل شوی او بریدګر په یو سلوري کرولا موټر کې له سیمې تښتېدلي دي. پولیسو د پېښې مقدمه درج کړې او د بریدګرو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي. تر اوسه د دواړو بریدونو مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی او پولیسو هم د بریدونو د علت په اړه څه نه دي ویلي.
د سېنېټ پخواني مشر او د چاغي د اسمبلۍ غړي صادق سنجراني د حاجي ملک کریم داد محمد حسني وژنه غندلې او د پېښې د پلټنې غوښتنه یې کړې ده.


شال نیوز