د شمالي وزیرستان په درپه خېلو سیمه کې د نامتو قبایلي مشر ملک سیف الله خان داوړ له وژنې وروسته، د هغه زوې ،فیض الله، ته د قبایلي دودونو له مخې د مشرۍ شمله ور په سر کړل شوه.

 

دا مراسم، د درپه خېلو په عیدګاه کې، د ملک سیف الله خان د جنازې پر مهال ترسره شول، چې پکې د سیمي مشرانو، سپین ږیرو او ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و. د قبایلي روایت له مخې، د شملې ور په سر کول د دې نښه وي چې د کورنۍ او قبیلي مشري اوس نوي وارث ته وسپارل شوه.

 

نوموړی نن ،د مې په لومړۍ، د میرام شاه په درپه خېل سیمه کې، په یوه هدفي برید کې د وسلوالو له خوا ووژل شو. هغه د خپلې قبیلي ،درپه خېلو، یو مهم مشر و او په سیمه کې یې پراخ نفوذ درلودل.

 

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي ،محسن داوړ، په دې اړه شال نیوز ته وویل، چې ملک سیف الله خان په خپله سیمه کې د وسلوالو په وړاندې ولاړ و او هغوي ته یې اجازه نه ورکوله چې په سیمه کې فعالیت وکړي. محسن داوړ زیاته کړه چې د پېښې نه یوه ورځ مخکې نوموړي د خپل کلي نه څه وسلوال ستانه کړي وو چې د هغې نه پس وسلوالو د خبرو اترو لپاره را وبلل او هلته یې خپل هدف وګرځول.

 

د برید وروسته، د سیمي خلکو وسلې راواخیستې او د وسلوالو پر ضد یې نښته پېل کړه. د پولیسو د وینا له مخې، په دې نښتو کې د درپه خېلو دوه نور کسان وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي. همداراز، پولیس وایي چې لږ تر لږه ۵ وسلوال هم وژل شوي دي.

 

د پولیسو چارواکو ویلي چې اوس مهال ډزې درېدلې دي او وضعیت تر یوه حده کنټرول شوی، خو امنیتي ځواکونه لا هم په سیمه کې موجود دي.

 

تر اوسه د دې برید مسئولیت کومې ډلې په رسمي توګه نه دی منلی خو محسن ډاوړ وايي چې د دې برید تر شا د کالعدم حافظ ګل بهادر ډلې د وسلوالو نښې ښکاري.