د بلوچستان په سرحدي ښار ،چمن، کې د بدلون یو مهم ګام اخیستل شوی، چرته چې د ځانګړو ماشومانو لپاره د زده کړې نوې اسانتیا برابره شوې ده.
د ضلعي انتظامیې او یونیسیف په همکارۍ، “امید اسپیشل لرننګ سنټر” خپل فعالیت پېل کړی، چې پکې ماشومانو ته د اشارو ژبې، بصري موادو او عملي تمرینونو له لارې زده کړه ورکول کېږي.
ځايي اوسېدونکي دا ګام د سیمي لپاره یو مهم پرمختګ بولي او وایي چې دا به د ګڼو کورنیو لپاره د هیلي نوې دروازه پرانیزي.
د پروژې بشپړه تفصیل د چمن نه د شال نیوز خبریال نعیم اڅکزي په دې ویډیوي راپور کې وګورئ.

نعيم اچکزئي