جورج ټاون : ګیانا وايي، چې شپږ افغان او کیوبايي وګړي چې له امریکا ایستل شوي وو، دغه هېواد ته رسېدلي دي. د ګیانا د بهرنیو چارو سکرتر رابرټ پرسود ویلي دي، چې دغه کسان ،د سپتمبر په ۴مه، ورسېدل او تر امنیتي ارزونې وروسته معلومه شوې ده چې جرمي سابقه نه لري. د هغه په وینا، هغوي تر ډېره د مهاجرتي قوانینو د سرغړونو له امله له امریکا ایستل شوي دي.
ګیانا له امریکا سره د یو کال لپاره داسې تړون کړی دی چې له مخې به یې محدود شمېر هغه کسان مني چې جرمي سابقه ونه لري او ګیانا ته پر تګ رضا وي. د ګیانا حکومت وايي، چې دا د دایمي مېشتېدو پروګرام نه دی. دغه کسان به هلته تر هغه پاتې وي چې د هغوي د مهاجرتي حالت په اړه پرېکړه وشي.
وروسته به د هر کس د قضیې له مخې یا خپل هېواد ته ستنېږي او یا به بل هېواد ته د تګ لاره ورته برابرېږي. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان، د دې پروګرام چارې پر مخ وړي. د ګیانا حکومت وايي، د دغو کسانو د انتقال، اوسېدو او نورو اړتیاوو لګښتونه به پر دغه هېواد نه وي.
چارواکي وايي، چې له امریکا څخه ورلېږل کېدونکی هر کس به له منلو مخکې ارزول کېږي او ګیانا حق لري چې هره قضیه جلا رد یا ومني.


شال نیوز