بیروت : د اسراییل پوځ ،د سپتمبر په ۵مه، د سویلي لبنان د عرب صالیم په سیمه کې د یوې ودانۍ او شاوخوا ودانیو د خالي کولو له خبرداري وروسته پر دغه سیمه هوايي بریدونه کړي دي.
لبناني رسنۍ وايي، چې د خبرداري له خپرېدو وروسته اسراییلي جنګي الوتکو پر عرب صالیم لږ تر لږه دوه هوايي بریدونه کړي دي. تر اوسه په دغو بریدونو کې د مرګ ژوبلې او اوښتو زیانونو کره شمېر نه دی اعلان شوی.
د اسراییل پوځ ویلي دي، چې دغه بریدونه یې وروسته له هغه پېل کړل چې د حزب الله وسله والو د سویلي لبنان په سیمه کې د اسراییلي ځواکونو پر لور دوه چاودېدونکي ډرونونه ولېږل.
د اسراییلي پوځ په وینا، له دغو ډرونونو یو یې ویشتل شوی او د دوي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. حزب الله تر دې دمه د اسراییل د دې خبرې په اړه سمدستي تفصیلي بیان نه دی ورکړی.
له عرب صالیم سره هممهاله د نبطیې ضلعې په کفررمان، دوحه کفررمان، النبطیه الفوقا، النبطیه التحتا، الرویس او نورو سیمو کې هم اسراییلي هوايي بریدونه شوي دي. ځايي رسنیو په دغو بریدونو کې د ځینو کسانو د ژوبلېدو خبر ورکړی، خو کره شمېر لا نه دی روښانه شوی.
تازه بریدونه په داسې وخت کې شوي دي چې په سویلي لبنان کې د اسراییل او حزب الله ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی دی.


شال نیوز