د خټو منګی یوازې د اوبو ساتلو لوښی نه دی، بلکې د پښتني ټولنې د سلګونو کلونو پخواني کلتور، سادګۍ او دودیز ژوند یوه ښکلې نښه هم ده. په پښتنو سیمو کې د منګي استعمال له نسلونو راهیسې روان دی او لا هم په ډېرو کلیوالو او قبایلي سیمو کې د کورونو د ورځني ژوند برخه ده.

 

د ګرمۍ په موسم کې په منګي کې ساتل شوې اوبه د خپلې طبیعي یخنۍ او ځانګړي خوند له امله ډېرې خوښېږي. پخوا چې برېښنا، فریج او نورې عصري اسانتیاوې عامې نه وې، همدا د خټو منګی د کور لپاره د طبیعي یخچال کار ورکاوه.

 

 

د منګو د کېښودو دې ځای ته ګړونج ویل کېږي

 

په کورونو کې به ښځو منګي له اوبو ډکول، په سیوري ځای کې به یې اېښودل او مېلمنو ته به یې له همدې منګي یخې اوبه ورکولې. دا کار د پښتني مېلمه پالنې یوه مهمه او ښکلې برخه بلل کېده.

 

منګی یوازې د اوبو لپاره نه کارېده. په دې کې به شړومبې، شیدې او نور کورني خوراکي شیان هم ساتل کېدل. په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې د منګي اړیکه له پخلنځي، حجرې او مېلمه پالنې سره ډېره ژوره وه.

 

 

د ګودر غاړه او منګی د پښتو موسېقۍ او په ځانګړي توګه د رومانوي  ټپې یو اهم جز ګڼل کېږي

 

د دوبي په ګرمو ورځو کې به چې مېلمه حجرې ته راغی، د خټو له منګي به ورته یخې اوبه یا تازه شړومبې راوړل کېدې. دا د خلوص، سادګۍ او د مېلمه د عزت یوه نښه ګڼل کېده.

 

له دې سره سره منګی د پښتنو د حجرې د دودیزې موسیقۍ یوه اهمه برخه هم ده. کله په حجره کې د رباب سره د منګي غږ یوخای شي نو دا دواړه د پښتنو د حجرې دودیزي موسیقۍ ته یو نوې ژوند ورکوي.

 

 

د رباب او د منګي جوړ د پښتنو د حجرې او په ځانګړې توګه د ژمي د اوږده شپو د حجرو د مجلسونو روح ګڼل کېږي

 

د خټو د منګي جوړول هم یو پخوانی او ځانګړی هنر دی. کلال به خاوره په خپلو لاسونو او څرخ بڼه کوله، بیا به یې وچوله او په بټۍ کې به یې پخوله. له خاورې، اوبو، اور او انساني محنت څخه جوړېدونکی منګی د سیمې د پخواني لاسي هنر او کلالۍ یوه ژوندۍ بېلګه ده.

 

منګی د هغه وخت یاد هم تازه کوي چې ژوند له ماشینونو او عصري وسایلو څخه ډېر، له طبیعت او د انسان له لاسي هنر سره تړلی و. اوس د فریجونو، واټر کولرونو او نورو برېښنايي وسایلو له عامېدو سره د خټو د منګي استعمال کم شوی او دا پخوانی دود ورو ورو له ډېرو کورونو ورکېږي.

 

 

د پښتنو په لرې پرتو سیمو کې د ګودر له غوړې په منګي کې اوبه راوړل یو ډېر اهم تاریخي او ادبي ارزښت لري

 

خو د منګي ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې اوبه یخې ساتي. دا د پښتني کلتور، د مشرانو د خاطرو، د کلیوالي ژوند، حجرې او مېلمه پالنې له دودونو سره تړلی یو قیمتي میراث دی.

 

ضرورت دی چې له عصري ژوند سره د پرمختګ تر څنګ خپل زاړه دودونه او سیمه‌ ییز هنرونه هم وساتو. د خټو منګی زموږ د کلتور یوه ساده، خو ارزښتناکه نښه ده چې موږ ته دا راپه یادوي، پرمختګ مهم دی، خو له خپلو ریښو سره تړلي پاتې کېدل هم دومره مهم دي.