فیض اباد : په بدخشان کې د طالبانو پر ضد د وسله والو بریدونو او نښتو له زیاتېدو وروسته راپورونه وايي، طالبانو د دغه ولایت په مرکز فیض اباد کې هوايي ډګر ته څېرمه د بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو د عملیاتو یو مرکز فعال کړی دی.
د ،سپتمبر په ۵مه، خپور شوي راپور له مخې، دغه مرکز شاوخوا دوه اونۍ مخکې د فیض اباد هوايي ډګر ترڅنګ په یوه پوځي اډه کې فعال شوی او له هغه ځایه په بدخشان کې د ورځې او شپې کشفي او څارنیزې الوتنې کېږي.
ځايي اوسېدونکي وايي، په تېرو دوو اونیو کې یې په وار وار د فیض اباد پر اسمان ډرونونه لیدلي دي. د یو اوسېدونکي په وینا، ډرونونه په ځانګړي ډول د شپې په ټیټه ارتفاع الوتنې کوي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ځینو ویډیوګانو کې هم د فیض اباد پر اسمان د ډرونونو الوتنې او هوايي ډګر ته څېرمه د یو نوي برج جوړېدل لیدل کېږي. خو شال نیوز په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی چې دغه برج د ډرونونو د عملیاتو لپاره جوړ شوی او که بل هدف لري.
طالبانو تر اوسه د فیض اباد ترڅنګ د ډرونونو د ځانګړي مرکز د جوړېدو په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی. په بدخشان کې د طالبانو له خوا د ډرونونو کارول تر دې وړاندې هم راپور شوي دي.
اګست پر ۱۳مه د نسي ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي وو چې د طالبانو له هوايي بریدونو وروسته ډرونونه د ولسوالۍ پر اسمان ګزمې کوي. په دې سیمه کې هغه مهال د طالبانو او د هغوي له یو ناراضه قوماندان جمعه خان فاتح سره د تړلو وسله والو ترمنځ نښتې روانې وې.
تر دې وړاندې د افغانستان ازادۍ جبهې د جولایۍ پر ۲۵مه ویلي وو چې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې یې د طالبانو دوه پوځي ډرونونه نسکور کړي دي. افغانستان انټرنېشنل ویلي وو چې د نسکور شویو ډرونونو د پاتې شونو انځورونه یې لیدلي، خو د پېښې ټول جزییات یې په خپلواکه توګه نه وو تایید کړي.
بدخشان په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او د هغوي د وسله والو مخالفانو ترمنځ د نښتو یو مهم مرکز ګرځېدلی دی. په جولاۍ کې په زیباک ولسوالۍ کې څو ورځې پرله پسې نښتې وشوې او په یفتل پایین کې یوې بلې وسله والې ډلې د لنډ وخت لپاره ځینې سرکاري ودانۍ هم نیولې وې.
طالبانو وروسته سیمې ته اضافي ځواکونه ولېږل او په بېلابېلو سیمو کې یې امنیتي اقدامات زیات کړل. د فیض اباد ترڅنګ د ډرونونو د عملیاتو د مرکز د جوړېدو راپور تر اوسه د طالبانو له خوا په رسمي ډول نه دی تایید شوی.


شال نیوز