نوښار : د شال نیوز د خبر له خپرېدو وروسته د خیبر پښتونخوا د روغتیا صوبايي وزیر میاں خلیق الرحمان ،د سپتمبر په ۵مه، د نوښار په سپین کانړي، زیارت کاکا صاحب او شاوخوا سیمو کې د چکن ګونیا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د بېړنیو اقداماتو امر کړی دی.

 

د روغتیا صوبايي وزیر د ناروغۍ د خپرېدو راپور په جدي توګه اخیستی او د نوښار ضلعي روغتیا افسر او نورو اړوندو چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې په اغېزمنو سیمو کې دې د ناروغۍ د معلومولو او مخنیوي لپاره سمدستي اقدامات وکړي.

 

روغتیايي چارواکو ته په اغېزمنو کلیو کې د کور په کور سروې، د ناروغانو د ټېسټونو لپاره د نمونو راټولولو او د وضعیت د بشپړ راپور جوړولو سپارښتنه شوې ده.

 

د نوښار د ضلعي روغتیا افسر ډاکټر اکرم شاه په وینا، د زیارت کاکا صاحب په ګډون په ۱۱ کلیو کې ګڼ شمېر کسان د تبې او نورو نښو له امله ناروغ شوي دي. په تېرو شپږو تر اتو ورځو کې شاوخوا ۱۲۰ ناروغان روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي، چې ډېری یې ځوانان او مشران دي.

 

د روغتیا چارواکو په وینا، ۲۳ ناروغان، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، د ناروغۍ له امله په جدي حالت کې وو او د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي. تر اوسه د ناروغۍ له امله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

 

د نوښار ضلعي روغتیا افسر اغېزمنې سیمې ته تللی او د کټګوري ډي روغتون وضعیت یې له نږدې څارلی دی. په روغتون کې د اړینو درملو، طبي کارکوونکو او نورو اسانتیاوو د موجودیت ډاډ هم ترلاسه شوی دی.

 

بل لوري ته، د روغتیا ادارې ټیمونو په اغېزمنو کلیو کې د مچیو د له منځه وړلو لپاره د سپرې لړۍ پیل کړې ده. روغتیايي کارکوونکي کور په کور خلکو ته درمل ورکوي او د مچیو څخه د ساتنې لپاره مچردانۍ هم وېشل کېږي.

 

د نوښار په زیارت کاکا صاحب کې د چکن ګونیا ۱۲۰ پېښې ثبت شوې، طبي ډلې سیمې ته رسېدلي
د نوښار په زیارت کاکا صاحب کې د چکن ګونیا ۱۲۰ پېښې ثبت شوې، طبي ډلې سیمې ته رسېدلي

 

د روغتیا صوبايي وزیر له خلکو غوښتي چې له وېرې او اوازو خپرولو ډډه وکړي او د روغتیايي ټیمونو سره همکاري وکړي. نوموړي ویلي، حکومت د وضعیت د کنټرول لپاره ټول اړین ګامونه پورته کوي. چارواکي وايي، په لومړي سر کې د ناروغانو د نښو له مخې د ملاریا شک کېده، خو وروسته د طبي معایناتو او ټېسټونو پر بنسټ د چکن ګونیا تشخیص شوی دی.

 

د روغتیايي کارکوونکي حسن علي تر څارنې لاندې د نوښار ټي اېم اې د سپرې کارکوونکو او د روغتیا ادارې ټیمونو په بېلابېلو سیمو کې کور په کور ایي ار ایس سپرې کړې او خلکو ته یې د چکن ګونیا او د مچیو له لارې د خپرېدونکو ناروغیو د مخنیوي په اړه پوهاوی ورکړی دی.

 

د روغتیا نړیوال سازمان هم د خیبر پښتونخوا له حکومت سره د ناروغۍ د احتمالي وبایي وضعیت د کنټرول لپاره د مرستې او تخنیکي همکارۍ وړاندیز کړی دی.