خیبر : د خیبر ضلعې په جمرود کې جبه ډېم، چې له نږدې دوو لسیزو راهیسې د اوبو، کرنې او پرمختګ یوه مهمه پروژه بلل کېږي، اوس یو ځل بیا د امنیتي ستونزو، د مشینرۍ د ایستلو او د اغېزمنو خلکو د احتجاج له ګواښ سره مخ ده.

 

د «تحریک حقوق متاثرین جبه ډېم» استازو ،د سپتمبر په ۵مه، ویلي دي، چې له تعمیراتي ځایه د سامان، ګاډو او درنو مشینونو انتقال ورته د منلو وړ نه دی. د دوي په وینا، که د پروژې کار بندېږي یا بیا شروع کېږي، حکومت او کنټرېکټر باید ولس ته د سرکاري پیسو د استعمال حساب ورکړي.

 

د تحریک استازو غوښتنه کړې ده چې د جبه ډېم په پروژه کې د مبینه بې‌ قاعدګیو، کمېشن او کرپشن په اړه چې کومې خبرې کېږي، د هغو دې صفا او بې‌ طرفه تحقیقات وشي او که څوک ذمه وار ثابتېږي، حساب دې ترې واخیستل شي.

 

دوي ویلي، اغېزمن خلک به خاموشه نه شي او د احتجاج راتلونکی پړاو به د خیبر د ډپټي کمشنر له دفتره شروع کوي. د تحریک په وینا، تر هغې به احتجاج روان وي چې د پروژې د راتلونکي، د پیسو د استعمال او د اغېزمنو خلکو د حقونو په اړه واضح ځواب نه وي ورکړل شوی.

 

د اوبو او کرنې لپاره مهمه پروژه

 

جبه ډېم د جمرود په سویلي سیمه کې پروت دی او له پېښوره شاوخوا ۱۳ کلومیټره واټن لري. د دې پروژې ابتدایي منصوبه بندي شاوخوا ۲۰۰۸م کال کې شروع شوې وه، هغه وخت چې په قبایلي سیمو کې د اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره د مختلفو ډېمونو او اوبو ذخیره کولو پروژو په اړه کار روان و.

 

د جبه ډېم فزیبلټي سټډي هم په همدې دوره کې بشپړه شوې وه او پروژه د جمرود او پېښور لپاره د اوبو یوه مهمه ممکنه سرچینه بلل شوې وه.

 

په راتلونکو کلونو کې پروژه څو ځله د حکومت د پرمختیايي ترجیحاتو برخه وګرځېده. په ۲۰۱۶م کال کې د خیبر پښتونخوا حکومت یو ځل بیا د دې تعمیر ته توجه زیاته کړه او په ۲۰۱۷م کال کې د چینايي پانګه‌ والو یوې ډلې هم د پروژې په مالي مرسته او پانګه‌ ونه کې دلچسپي ښودلې وه.

 

له قبایلي ضلعو سره د خیبر پښتونخوا تر یوځای کېدو وروسته، په ۲۰۱۹-۲۰م مالي کال کې د صوبايي حکومت له خوا د جبه ډېم لپاره شاوخوا ۷۰ کروړه روپۍ ځانګړې شوې.

 

د پروژې په تعمیر کې د ډېم بنیاد، سپېل وې، تونل، کانکریټي تعمیرات او نور لوي کارونه شامل دي. په وروستیو کلونو کې صوبايي حکومت او د اوبو لګولو محکمې څو ځله د پروژې د کار د تېزولو لپاره غونډې کړې دي.

 

د روان ۲۰۲۶م کال په جولایۍ کې هم د خیبر پښتونخوا د اوبو لګولو وزیر ریاض خان د پروژې د کار د تېزولو امر کړی و. چارواکو هغه وخت ویلي وو چې د ډېم پر بنیاد، سپېل وې، تونل او نورو تعمیراتي برخو کار روان دی او ضروري مشینري په ځای موجوده ده.

 

د موجودو سرکاري معلوماتو له مخې، جبه ډېم د شاوخوا ۳۷ زره نه تر ۳۸ زره اېکړ فټه پورې د اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري. اټکل دی چې د دې ډېم له بشپړېدو سره به شاوخوا ۲۰ زره اېکړه شاړه ځمکه د کر وړ شي او د جمرود ترڅنګ د پېښور ځینو سیمو، په ځانګړي ډول حیات اباد او ریګي للمې ټاون شپ، ته به د څښلو اوبه برابرې شي.

 

په ځینو پخوانیو سرکاري اټکلونو کې ویل شوي چې پروژه د شاوخوا لس لکه خلکو د اوبو اړتیاوو پوره کولو ظرفیت لرلی شي.

 

اغېزمن خلک د حقونو او حساب غوښتنه کوي

 

د جبه ډېم له جوړېدو سره د ځايي خلکو ځمکې، کورونه او باغونه هم اغېزمن شوي دي. د سیمې مشرانو او د اغېزمنو خلکو استازو په تېرو کلونو کې څو ځله دا غوښتنه کړې چې د ځمکو معاوضه دې پر وخت ورکړل شي او له پروژې سره تړلي نور حقونه دې هم یقیني شي.

 

دوي د روزګار، رایلټۍ او د سیمې لپاره د ځانګړي پرمختیايي پېکېج غوښتنې هم کړې دي. د اغېزمنو خلکو دریځ دا دی چې یوه لویه پرمختیايي پروژه هغه وخت کامیابه بلل کېدی شي چې ګټه یې یوازې ادارو او ښارونو ته ونه رسېږي، بلکې هغه خلک هم ترې برخه واخلي چې خپلې ځمکې او نورې شتمنۍ یې د پروژې لپاره ورکړې دي.

 

د تحریک تازه اعتراض بیا یوازې د معاوضو تر مسئلې محدود نه دی. دوي غواړي د پروژې په نوم د مصرف شوو سرکاري پیسو مکمل حساب هم مخې ته راوړل شي او د مبینه بې‌ قاعدګیو په اړه تحقیقات وشي.

 

د تحریک استازي وايي، له تعمیراتي ځایه د مشینرۍ انتقال د دوي اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي او که دا لړۍ روانه پاتې شي، د پروژې کار به یو ځل بیا له اوږده ځنډ سره مخ شي.

 

د ساتونکو تښتول او د کار د درېدلو وېره

 

د جبه ډېم لپاره تازه لویه ستونزه امنیتي حالت دی. څو ورځې وړاندې د ډېم د مشینرۍ د ساتنې درې چوکیداران د ناڅرګنده کسانو له خوا تښتول شوي وو. له دې پېښې وروسته د تعمیراتي کمپنیو ترمنځ تشویش زیات شوی او ځینو سرچینو ویلي چې د امنیتي اندېښنو له کبله قیمتي مشینري له سیمې ایستل کېږي.

 

د اغېزمنو خلکو تحریک وايي، که حکومت امنیت برابر نه کړي او کمپنۍ خپل سامان وباسي، نو د پروژې کار به یو ځل بیا ودریږي. دوي له صوبايي حکومت او اعلا وزیر سهیل افریدي غوښتنه کړې چې د ډېم تعمیراتي ځای، مشینري او کارکوونکو ته مکمل امنیت ورکړي او د تښتول شوو چوکیدارانو د راخوشي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

 

جبه ډېم تر اوسه د منصوبه بندۍ، فنډونو، د ځمکو مسئلو، تعمیراتي چارو او امنیتي ستونزو له څو پړاوونو تېر شوی دی. هر نوی ځنډ نه یوازې د پروژې قیمت زیاتوي، بلکې د هغو خلکو انتظار هم اوږدوي چې له کلونو راهیسې د اوبو، کرنې او روزګار لپاره دې پروژې ته سترګې په لار دي.

 

د سیمې خلک وايي، که د ډېم کار پر وخت بشپړ شي، نو دا پروژه د جمرود او پېښور لپاره د اوبو له ذخیرې ورهاخوا د کرنې، روزګار او ځايي اقتصاد لپاره هم مهم بدلون راوستلی شي. خو د دې لپاره لومړی شرط دا دی چې پروژه له نور ځنډه وژغورل شي، امنیت ورته برابر شي، فنډونه پر وخت ورکړل شي او د اغېزمنو خلکو مسئلې په انصاف حل شي.