نوښار : د نوښار د اضاخېل پایان په سیمه کې پر یو کم عمره مزدور د جنسي تېري د تور په تړاو ،د سپتمبر په ۴مه، د تنور د مالک پر ضد مقدمه درج شوې او نیول شوی دی.

 

د پولیسو او روغتیايي چارواکو په وینا، ماشوم سنان احمد د روغتیايي حالت خرابېدو له امله روغتون ته لېږدول شوی چرته چې د طبي معاینې وروسته د جنسي تېري نښې تایید شوې دي.

 

پولیس وايي د ماشوم د دعوې له مخې په تنور کې د ورځې په ۳۰۰ روپۍ مزدورۍ کار کاوه او د تنور مالک پرې څو ځله جنسي تېری کړی او تشدد یې هم پرې کړی دی. د ماشوم په وینا د پېښې د افشا کولو په صورت کې ورته د جدي پایلو ګواښونه هم شوي وو.

 

پولیسو د تورن تنور مالک غني الرحمان پر ضد د پاکستان پینل کوډ د ۳۷۶ مادې او د ماشومانو د ساتنې قانون اړوند مادو لاندې مقدمه درج کړې ده. پولیس زیاتوي چې تورن کس د افغانستان پر لور د تښتېدو هڅه کوله خو د تورخم پولې ته څېرمه ونیول شو.

 

د پولیسو په وینا، تورن د لومړنیو پلټنو پر مهال پر خپل جرم د اعتراف دعوه کړې ده. نوموړی به د جسمي ریمانډ اخیستو لپاره محکمې ته وړاندې کېږي. پولیس وايي د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د قانون له مخې به د تحقیقاتو وروسته د قضیې راتلونکی بهیر ترسره کېږي.