کرمه : د بره کرمې په سرحدي سیمه علې منګوله کې د فورسز په قلعه کې د امن و امان، ولسي ستونزو او د ادارو او ولس ترمنځ ،د سپتمبر په ۵مه، د همکارۍ په اړه مهمه جرګه شوې ده. په جرګه کې د ۷۳ بریګېډ کمانډر بریګېډییر هشام بن اصغر، د ۴۲ اې کې کمانډنګ افسر لفټننټ کرنل شکیل احمد ستي او د سیمې قبایلي مشرانو ګډون کړی وو.
د جرګې پر مهال د سیمې د مجموعي امنیتي حالاتو، د امن او ثبات د ټینګښت، د ولسي ستونزو او نورو مهمو مسئلو په اړه تفصیلي خبرې وشوې. قبایلي مشرانو چارواکو ته وویل چې د اوسنیو حالاتو له کبله عام خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او د دغو مسئلو د حل لپاره پر دوامداره رابطو او عملي ګامونو زور ورکړل شو.
په دې موقع د پښتني دود او قبایلي روایت له مخې، مشرانو د ۷۳ بریګېډ کمانډر بریګېډییر هشام بن اصغر ته دودیزه پښتني لنګۍ ور پر سر کړه. مشرانو وویل، لنګۍ په پښتني کلتور کي د عزت، درناوي او مېلمه پالنې نخښه ګڼل کېږي.
بریګېډیئر هشام بن اصغر د قبایلي مشرانو خبرې او مسئلې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې په سیمه کي د امن، ثبات او د عوامو د اسانتیا لپاره به هر ممکن تعاون او ضروري ګامونه اخیستل کېږي.
قبایلي مشرانو د امن و امان د ټینګښت لپاره د فورسز هڅې وستایلې او ویې ویل چې دایمي امن د ولس، ادارو او مشرانو په ګډ تعاون ممکن دی. د هغوي په وینا، دغه ډول جرګې او خبرې اترې د مسئلو د حل لپاره لار پرانیزي.


شال نیوز