پاړاچنار : کې د ۳۰ کلنې ایم فل لرونکې ښوونکې له مړینې وروسته د پاړاچنار پرېس کلب مخې ته د هغې له مړي سره احتجاج شوی دی. د مېرمنې خپلوان وايي، نوموړې د درملنې او عملیاتو لپاره پېښور ته وړل شوې وه او ،د سپتمبر په ۵مه، په یو شخصي روغتون کې له عملیاتو وروسته یې روغتیايي حالت خراب شو او مړه شوه.
د هغې تره سید یحیی حسین رسنیو ته ویلي دي، دوي د خپلې ورېرې د درملنې لپاره پېښور ته تللي وو، خو د ده په وینا، له عملیاتو وروسته د ډاکټرانو د «غفلت» له امله نوموړې مړه شوه. نوموړي له اړوندو چارواکو، په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا له اعلا وزیر، غوښتي چې د پېښې پلټنه وکړي او کورنۍ ته انصاف ورکړي.
احتجاج کوونکو د شخصي روغتون د اړوندو کسانو پر ضد د قانوني اقدام غوښتنه کړې ده.
بلخوا د پېښې له خبر ترلاسه کېدو وروسته د پېښور کمشنر ریاض محسود نوټس اخیستی او د شخصي روغتون د کارکوونکو په اړه یې د پلټنو امر کړی دی.
تر اوسه د شخصي روغتون د ادارې یا د یادو ډاکټرانو له لوري په دې اړه کوم وضاحت نه دی خپور شوی، او د طبي غفلت ادعا په اړه وروستی پرېکړه به د اړوندې پلټنې له پایلو وروسته کېږي.


شال نیوز