کابل : د طالبانو مخالفې وسله‌ والې ډلې، د افغانستان جمهوریت جبهې ویلي دي، چې ځواکونو یې د کابل ښار په ۱۳مه امنیتي حوزه کې د طالبانو پر یوې امنیتي پوستې بمي برید کړی دی.

 

جبهې ،د سپتمبر په ۵مه، په خپله فېسبوک پاڼه کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دا برید ،د سپتمبر په ۴مه، ماښام شوی او د دوي وسله‌ والو د طالبانو د یو رینجر موټر پر لور دوه لاسي بمونه غورځولي دي.

 

د جمهوریت جبهې په وینا، په برید کې طالبانو ته مرګ‌ ژوبله او مالي زیان اوښتی دی، خو جبهې د وژل شویو یا ټپیانو کره شمېر نه دی ښودلی.

 

جبهې ویلي دي، چې وسله‌ وال یې له برید وروسته له سیمې وتلي دي. د دغې ډلې په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي دي چې د طالبانو پر وړاندې به خپلو وسله‌ والو بریدونو ته دوام ورکړي.

 

تر اوسه د طالبانو د کابل امنیتي چارواکو یا نورو اړوندو ادارو د دې دعوه شوي برید په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی. همداراز، د جمهوریت جبهې له خوا د مرګ‌ ژوبلې او زیان په اړه ورکړل شوي معلومات په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

 

د افغانستان جمهوریت جبهه یوه له هغو وسله‌ والو ډلو څخه ده چې د طالبانو د ۲۰۲۱م کال له بیا واکمنېدو وروسته یې د طالبانو پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مسئولیتونه منلي دي. دې ډلې تر دې وړاندې هم په کابل او د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو پر پوستو، موټرو او امنیتي کسانو د بریدونو خبر ورکړی دی.

 

افغانستان : مخالفې وسله والې ډلې؛ په شاوخوا یوه میاشت کې مو پر طالبانو نږدې ۶۰ بریدونه کړي
افغانستان : مخالفې وسله والې ډلې؛ په شاوخوا یوه میاشت کې مو پر طالبانو نږدې ۶۰ بریدونه کړي

 

په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې یو شمېر نورې وسله‌ والې ډلې، لکه د ملي مقاومت جبهه او د افغانستان د ازادۍ جبهه، هم فعالیت کوي او وخت ناوخت د طالبانو پر ځواکونو د بریدونو مسئولیتونه مني.

 

د دغو ډلو د ډېرو بریدونو په اړه معلومات تر ډېره د هغوي د خپلو اعلامیو له لارې خپرېږي او د مرګ‌ ژوبلې شمېرې یې اکثره د خپلواکو سرچینو له خوا نه شي تاییدېدی.

 

د جمهوریت جبهې د جمعې د ماښام د برید په اړه هم تر دې دمه د پېښې له ځایه د خپلواکو سرچینو تفصیلي معلومات نه دي ترلاسه شوي.