ولادیووستوک : د روسیې د امنیت شورا مرستیال سکرتر الکسي شېفتسوف ویلي دي،چې لوېدیځ هېوادونه د افغانستان له لوري د امنیتي ګواښ په پلمه هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې خپلې پوځي اډې او نور پوځي تاسیسات جوړ کړي.
شېفتسوف دا څرګندونې ،د سپتمبر په ۴مه، د روسیې په ولادیووستوک ښار کې د ختیځ اقتصادي فورم د «د ټولیز امنیت تړون سازمان ـ د شانګهای د همکارۍ سازمان: د امنیت سیمه» تر عنوان لاندې غونډه کې کړې دي.
هغه ویلي دي، چې لوېدیځ هېوادونه د افغانستان له لوري احتمالي امنیتي ګواښ تر واقعي اندازې لوي ښيي او هڅه کوي له دې موضوع څخه په منځنۍ اسیا کې د خپل پوځي حضور د پراخولو لپاره کار واخلي.
د روسي چارواکي په وینا، «په منځنۍ اسیا کې د لوېدیځ د پوځي تاسیساتو د ځای پر ځای کولو هڅې روانې دي، په ځانګړي ډول د افغانستان له لوري د ګواښونو د مخنیوي په پلمه.» هغه زیاته کړې ده چې د ده په نظر دا ګواښ د همدې هدف لپاره مبالغه کېږي.
شېفتسوف د کوم مشخص لوېدیځ هېواد نوم نه دی اخیستی او نه یې ویلي دي چې په کوم منځنۍ اسیايي هېواد کې د نوې پوځي اډې د جوړولو رسمي پلان موجود دی. تر اوسه امریکا، ناټو یا کوم بل لوېدیځ حکومت هم د افغانستان د ګواښ په نوم په منځنۍ اسیا کې د نوې پوځي اډې د جوړولو تازه رسمي اعلان نه دی کړی.
هغه په خپلو خبرو کې په پراخه توګه لوېدیځ هېوادونه تورن کړي دي چې په یورېشیا کې د روسیې او د هغې د متحدانو د نفوذ د کمولو او د سیمې د بې ثباته کولو هڅې کوي. شېفتسوف ویلي دي، چې د ټولیز امنیت تړون سازمان او د شانګهای د همکارۍ سازمان باید د یورېشیا د ګډ امنیت لپاره مهم رول ولوبوي.
روسي چارواکي همداراز ویلي دي، چې د ناټو غړو هېوادونو په ۲۰۲۵م کال کې له سلو زیات پوځي تمرینونه کړي وو چې ډېر یې د ناټو په ختیځه برخه کې وو. د هغه په وینا، په دغو تمرینونو کې د دفاع ترڅنګ د دفاعي کرښو د ماتولو او د سیمو د نیولو په څېر عملیات هم تمرین شوي وو.
د افغانستان او منځنۍ اسیا د امنیت موضوع په وروستیو کلونو کې د روسیې او د سیمې د هېوادونو لپاره مهمه پاتې شوې ده. د ټولیز امنیت تړون سازمان تازه ویلي دي، چې تاجکستان به د ۲۰۲۶م کال په مني کې د افغانستان له پولې سره د امنیت د پیاوړتیا لپاره وسلې او نور تجهیزات ترلاسه کړي. د تاجکستان او افغانستان پوله شاوخوا ۱۳۰۰ کیلومتره اوږده ده.
د روسیې د امنیت شورا د مرستیال سکرتر خبرې د مسکو سیاسي دریځ څرګندوي او د لوېدیځو هېوادونو له خوا د کومې نوې پوځي اډې د جوړولو د رسمي پرېکړې ثبوت نه ګڼل کېږي.
د ختیځ اقتصادي فورم سږ کال د روسیې په ولادیووستوک ښار کې شوی او د لسګونو هېوادونو چارواکو، کاروباریانو او استازو پکې برخه اخیستې ده. د فورم د تنظیموونکو په وینا، د ۷۸ هېوادونو زرګونو استازو په غونډو کې ګډون کړی و.


شال نیوز