د بره اورکزو د ماموزیو، علي خېلو او مل خېلو سیمو اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د ۲۰۰۸ کال د پوځي عملیاتو له امله د پاتې شویو ملکي زیانونو سروې دې ژر بشپړه او مستحقو کورنیو ته دې معاوضې ورکړل شي. ځايي خلک وايي، د کلونو په تېرېدو سره لا هم ګڼې کورنۍ په کوهاټ، هنګو او پېښور کې په کرايي کورونو کې ژوند کوي، ځکه په خپلو سیمو کې یې کورونه ویجاړ شوي او اړینې بنسټیزې اسانتیاوې هم لا په بشپړه توګه نه دي رغول شوې. د صوبايي اسمبلۍ غړی محمد اورنګزیب وايي، حکومت د پاتې معاوضو د ورکړې لپاره هڅې کوي، خو د صوبې مالي ستونزې او په ضم شوو ضلعو کې د فنډونو کمښت د دې بهیر د ځنډ لامل شوی دی.