د پېښور په تاريخي نمک منډۍ کې هنرمندان د سوات زمرد، چترال ياقوت، کوهستان پيريډوټ او د مردان پخراج تراش او پالش کوي. د سوداګرو په وينا، له درې نيم لکو څخه زيات کسان په مستقيم او غير مستقيم ډول له دې صنعت سره تړلي دي. کارپوهان وايي، که خامې ډبرې د عصري ټېکنالوژۍ په مرسته په هېواد کې تراش، پالش، ګريډ او سرټيفاي شي، نو د دغو ډبرو ارزښت څو چنده زياتېدلی شي. دوی ټينګار کوي چې حکومتي پاليسۍ، عصري ټېکنالوژي، مسلکي روزنه، د نړيوال معيار لابراتوارونه او مناسب مارکېټنګ کولی شي د قيمتي ډبرو صنعت د خېبر پښتونخوا د اقتصاد، روزګار او صادراتو لپاره په مهم سکتور بدل کړي.


سلمان یوسفزی