کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه‌توب درې ورځنۍ پښتون قومي جرګه د بېلابېلو غوښتنو او ګډې اعلامیې په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده. په جرګه کې د پښتنو پر بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو او غوښتنو خبرې وشوې او د ګډونوالو له خوا ګډه اعلامیه هم وړاندې شوه.