د کوز جنوبي وزیرستان د مکین تحصیل زده کوونکو د سپتمبر پر دویمه د ګومل پوهنتون د مکین سب کیمپس د فعالولو لپاره احتجاج کړی دی. زده کوونکو په لاسونو کې بینرونه پورته کړي وو او د کیمپس د فعالولو، د منظور شوو فنډونو د ژر خوشې کولو او د تعلیمي فعالیتونو د پیل غوښتنه یې کړې ده. زده کوونکي وايي، د سیمې زیاتره زده کوونکي د کم عاید لرونکو کورنیو دي او لرې پرتو ښارونو ته د لوړو زده کړو لپاره د تګ وس نه لري. دوی غوښتنه کوي چې اړوند چارواکي دې د مکین سب کیمپس د فعالولو لپاره عملي ګامونه واخلي.