د ټول هېواد په څېر په سرحدي ښار چمن کې هم د کارګرانو ورځ په خورا جوش او جذبې سره ولمانځل شوه. په دې مناسبت له چمن میونسپل کارپوریشن څخه یو لاریون وشو چې پکې کارګرانو، د ښاروالۍ کارمندانو، سوداګرو او د ژوند له بېلابېلو برخو سره تړاو لرونکو خلکو په زیات شمېر کې ګډون وکړ.
 

دا لاریون د ښار له بېلابېلو لارو تېر شو، چې ګډونوالو پکې بینرونه او پلی کارډونه په لاسونو کې اخیستي وو. په دې بینرونو د کارګرانو د حقونو، مناسب اجرت (مزدورۍ)، د کار د وختونو او ټولنیز خوندیتوب په اړه شعارونه لیکلی شوي وو. ګډونوالو د "مزدور اتحاد ذنده باد" او "کارګرانو ته خپل حقونه ورکړئ" په څېر شعارونه ورکول.
 

د دې لاریون مشري اسسټنټ کمشنر امتیاز علي بلوچ او د چمن مېئر حاجي حبیب الله اڅکزي کوله. په دې موقع د سوداګرو د اتحادیې چیئرمین، سوداګرو مشرانو، د ښاروالۍ چارواکو او نورو مخورو هم په بشپړه توګه ګډون وکړ.
 

د لاریون په پای کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ویناوالو وویل چې کارګران د هرې ټولنې په پرمختګ کې د ملا د تېر حیثیت لري، او له دوي پرته د پرمختګ بهیر ناشونی دی.

 

دوي پر حکومت ټینګار وکړ چې د کارګرانو لپاره لږ تر لږه مزدوري زیاته کړي، د روغتیا او زده کړې اسانتیاوې ورته برابرې کړي او د کار خوندي چاپېریال ډاډمن کړي.
 

ویناوالو زیاته کړه چې د کارګرانو ورځ موږ ته د کارګرې طبقې د قربانیو یادونه کوي او د دې ورځې د لمانځلو موخه د هغوي د حقونو د ساتنې د هوډ تازه کول دي.