مکه مکرمه : د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس، سعودي پرېس اېجنسۍ، وايي چې په مسجدالحرام او مسجد نبوي کې د نوې ټکنالوجۍ او ډیجیټلي خدمتونو استعمال په چټکۍ پراخېږي او هدف دا دی چې تر ۲۰۳۰م کال پوري زیارت کوونکو ته خدمات نور هم اسانه، چټک او منظم شي.

 

سعودي پرېس اېجنسۍ ،د سپتمبر په ۳مه، راپور ورکړی دی چې ډیجیټلي بدلون په دواړو مقدسو جوماتونو کې د کار طریقه او حاجیانو، عمره کوونکو او نورو زیارت کوونکو ته د خدمتونو ورکولو نظام بدل کړی دی. چارواکي وايي، چې اوس د حاجیانو د تګ راتګ، ټرانسپورټ، بکینګ او پیسو ورکولو ډېری چارې د ډیجیټلي نظام له لارې ترسره کېږي.

 

د مسجدالحرام او مسجد نبوي د چارو د ادارې چارواکي وايي، چې پخوا به حاجیانو د ټرانسپورټ لپاره تر دوو ساعتونو انتظار کاوه، خو د روان کال د حج په موسم کې دغه موده شاوخوا نهو دقیقو ته راکمه شوې ده.

 

په مسجدالحرام کې د روژه ماتي د خوراکونو د وېش چارې هم ډیجیټلي شوې دي. چارواکي وايي، چې د روژې په میاشت کې په لسګونو میلیونه د روژه ماتي خوراکونه وېشل کېږي او د دې ټول انتظام اوس د کمپیوټري نظام له لارې کېږي.

 

د سعودي چارواکو په وینا، هغه اداري چارې چې پخوا به یې څو ورځې وخت نیوه، اوس په څو دقیقو کې بشپړېږي.

 

په مسجدالحرام کې د «رافد» په نوم یو ډیجیټلي نظام هم کار کوي چې بېلابېلې سرکاري ادارې سره نښلوي او د ستونزو، شکایتونو او نورو اړتیاوو په زر حل کولو کې مرسته کوي.

 

چارواکي وايي، چې ډیجیټلي نقشې، مصنوعي ځیرکتیا، روبوټونه او نورې نوې ټکنالوجۍ هم کارول کېږي، څو د حاجیانو او زیارت کوونکو لپاره د تګ راتګ، لارښوونې او نورو خدمتونو نظام نور هم ښه شي.

 

سعودي عربستان وايي، چې دا بدلونونه د ۲۰۳۰م کال د پرمختیايي پلان برخه ده او موخه یې دا ده چې په مسجدالحرام او مسجد نبوي کې د میلیونونو زیارت کوونکو لپاره خدمتونه لا معیاري، اسانه او چټک شي.