ټانک : د خیبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې پولیس وایي، چې چې په ګولان کوټ سیمه کې یو سرکاري لومړنی ښوونځی د بارودو په وسیله الوځول شوی دی. د پولیسو په وینا، دغه ښوونځی د ټانک ښار څخه شاوخوا درې کیلومتره شمال لوېدیځ لوري ته موقعیت لري.

 

ځايي سرچینې وایي، چې د ښوونځي ډېره برخه ودانۍ څه موده وړاندې په چاودنه کې ویجاړه شوې وه، خو یو ټولګی پاتې و. د سرچینو په وینا، د سپتمبر د ۴مې او ۵مې ترمنځ شپه کې پاتې شوی ټولګی هم د چاودېدونکو توکو په وسیله الوځول شوی دی.

 

تر اوسه د دې پېښې له امله د مرګ‌ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي. پولیسو د پېښې پلټنې پېل کړې دي، خو د ښوونځي د ویجاړولو مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.