د ژغورنې ادارې ،ریسکیو۱۱۲۲، د خیبر پښتونخوا ویاند بلال فیضي وایي چې د مانسهرې د ډم ګله په سیمه کې یو د تېلو ټېنکر د ژورې کندې ته لوېدلو له امله سخت اور لګېدلی دی چې پکې دوه کسان مړه او يو ټپي شوی دی.
د هغه په وینا، د پېښې خبر تر ترلاسه کېدو وروسته د ریسکیو ۱۱۲۲ د اور وژنې او طبي ډلې سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او د اور د مهار او ژغورنې عملیات یې پېل کړي دي.
نوموړی زیاتوي چې د ریسکیو ۱۱۲۲ او د سیمه ییزې ادارې کارکوونکو په ګډو هڅو او پر وخت اقدام سره یې اور تر ډېره بریده کنټرول کړی او د ژغورنې چارې یې ترسره کړې دي.
د معلوماتو له مخې، په ټېنکر کې سپرو درې کسانو کې د یو مړي شناخت د ظاهرالله په نامه شوی او د ټپي کس نامه ګل محمد ښودلی شوې ده، خو د دېیم مړي شناخت لا ندی شوی.
بلال فیضي وایي چې د ریسکیو طبي ډلې د وژل شویو کسانو مړي او ټپي کس لومړی د بالاکوټ روغتون ته لېږدولي او وروسته د نورو قانوني چارو لپاره د پولیسو په موجودیت کې کینګ عبدالله روغتون ته انتقال شوي دي.

شال نیوز