کابل : د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي دي، چې تر هغو به د طالبانو په اړه د ستاینې خبره ترې وانه ورېدل شي چې افغان نجونې بېرته ښوونځیو ته نه وي ستنې شوې.
کرزي دا خبره له فایننشل ټایمز سره په کابل کې په خپله استوګنځي کې په یو کم سارې مرکه کې کړې ده. د فایننشل ټایمز د سویلي اسیا خبریال اندریس شیپاني لیکلي دي چې په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې لومړی خبریال دی چې طالبانو د کرزي کور ته د ورتلو او له هغه سره د مخامخ مرکې اجازه ورکړې ده.
کرزی، چې درې لوڼې لري، وايي د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز اوس د هغه خپله کورنۍ هم نېغ په نېغه اغېزمنه کړې ده. د هغه ۱۲ کلنه لور نازو نور ښوونځي ته د دوام اجازه نه لري، او نهه کلنه درخانۍ لا په هغه عمر کې ده چې ښوونځي ته تلی شي.
کرزي د خپلو لوڼو د حالت په اړه ویلي دي چې هغوي له دې وضعیته ډېرې خپه دي. فایننشل ټایمز لیکي، چې د مرکې پر مهال چې خبریال له هند څخه راوړې خواږه کرزي ته ورکړل، هغه وویل لوڼې یې دا خواږه خوښوي او نازو او درخانۍ یې خونې ته راوبللې.
همدلته د یو پخواني ولسمشر سیاسي بحث د یو پلار پر شخصي اندېښنه هم بدل شو. کرزي وویل، چې د نجونو د تعلیم مسئله د افغانستان د اوسني وضعیت له تر ټولو لویو ستونزو څخه ده او دی به په دې برخه کې خپل غږ پورته کوي.
هغه وویل، چې طالبان کله ناکله د ده له څرګندونو ناراضه کېږي، زنګ ورته وهي، لیدو ته یې ورځي او پوښتنه ترې کوي چې ولې د هغوي په اړه مثبتې خبرې نه کوي.
کرزي ویلي، ځواب یې ورته روښانه دی:
«کله چې نجونې بېرته ښوونځیو ته ولاړې شي، بیا به ستاسو په اړه د ویلو لپاره مثبته خبره ولرم؛ نن نه. زه محدود یم»
کرزي په مرکه کې د ۲۰۲۱م کال د اګست هغه ورځې هم یادې کړې چې طالبان کابل ته ننوتل او د اشرف غني حکومت نسکور شو. هغه ویلي، د هند حکومت ورته وړاندیز کړی و چې له افغانستانه یې وباسي، خو ده دا وړاندیز رد کړ. کرزي ویلي، د هند سفیر ته یې ویلي وو چې که هر څه پېښېږي، دی به په خپل هېواد کې پاتې کېږي.
له هغه راهیسې کرزی په کابل کې دی، خو وايي تګ راتګ یې محدود شوی دی.
د هغه په وینا، که غواړي له کوره ووځي، باید طالبان خبر کړي. طالبان ورته امنیت برابروي، ټاکلي ځای ته یې بیايي او وروسته یې بېرته کور ته راولي. کرزي خپل حالت د محدودیت حالت بللی، خو ویلي یې دي چې له طالب چارواکو سره یې په شخصي کچه چلند تر ډېره د درناوي پر بنسټ دی.
هغه وايي، طالبان په ځانګړي ډول د ده پر هغو څرګندونو غوسه کېږي چې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه یې کوي.
«طالبان هم افغانان دي، مخالفین یې هم افغانان دي»
سره له دې نیوکو، کرزی د طالبانو د نسکورولو یا د هغوي پر ضد د نوې جګړې ملاتړ نه کوي. هغه ویلي، چې افغانستان باید بیا دې پړاو ته ولاړ نه شي چې یوه ډله واک ته راشي، بله نسکوره کړي او بیا نوی جنګ پېل شي.
د کرزي په وینا، طالبان د افغانستان برخه دي او د هغوې مخالفین هم د افغانستان برخه دي. هغه ویلي، دواړه افغانان دي او باید داسې سیاسي جوړجاړی وشي چې ټول په یو هېواد کې د ګډ ژوند امکان ولري.
کرزي ویلي:
«موږ داسې هېواد ته اړتیا لرو چې د ټولو لپاره وي.»
د هغه په خبره، افغانستان یوازې هغه وخت اوږدمهاله ثبات موندلی شي چې خلک دا احساس وکړي چې هېواد یې د ټولو افغانانو دی، نه یوازې د یوې ډلې.
طالبان امنیت کې ښه، خو تعلیم او د ښځو حقونو کې نه
کرزي په مرکه کې د طالبانو د واکمنۍ یوه برخه ستایلې هم ده. هغه ویلي، طالبان د امنیت په برابرولو کې ښه کار کوي او دا خبره باید ومنل شي. خو د هغه په وینا، یوازې امنیت د یو هېواد د راتلونکي لپاره بسنه نه کوي.
کرزي ویلي، د راتلونکي لپاره د خلکو هیله له تعلیم سره تړلې ده او د نجونو تعلیم، د ښځو حقونه او دا احساس چې افغانستان د ټولو افغانانو هېواد دی، هغه برخې دي چې اوسنی وضعیت پکې ښه نه دی. هغه ویلي، که خلک د خپل راتلونکي لپاره هیله ونه لري، یوازې امنیت د ټولنې ستونزې نه شي حل کولی.
«افغانستان تعلیم یافته ښځو ته اړتیا لري»
کرزي ویلي، د طالبانو په منځ کې هم ډېر داسې کسان پېژني چې د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار ملاتړ کوي. د هغه په وینا، ځینې طالب چارواکي یې همدې کور او همدې خونې ته ورغلي او له ده سره یې پر دې مسئلې خبرې کړې دي.
کرزی وايي، په شخصي مجلسونو کې ورسره د نجونو د ښوونځیو او د ښځو د کار پر اړتیا موافق دي، خو په عملي ډول لا پالیسي نه ده بدله شوې. هغه ویلي، افغانستان تعلیم یافته ښځو ته په هره برخه کې اړتیا لري؛ په سوداګرۍ، ښوونځیو، تدریس، اقتصاد، طب، انجینرۍ، عدالت او ژورنالېزم کې.
د کرزي په خبره، که افغانستان غواړي یوه ژوندۍ او پرمختللې ټولنه ولري، نجونې باید ښوونځیو ته ولاړې شي او ښځې باید کار وکړي. هغه د نجونو د تعلیم لپاره هڅه د اوسني ژوند له تر ټولو مهمو مبارزو څخه بللې ده.
فایننشل ټایمز د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې لیکلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له ثانوي تعلیم څخه بې برخې شوې دي. طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او وروسته یې ښځې له پوهنتونونو هم منع کړې دي.
کرزي ویلي، په افغانستان کې د نجونو تعلیم کومه نوې یا له بهر څخه راوړل شوې خبره نه ده. هغه د امان الله خان د واکمنۍ یادونه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان څه باندې یوه پېړۍ وړاندې د نجونو ښوونځي لرل.
د طالبانو له ځینو کسانو سره پخوانۍ پېژندګلوي
کرزي ویلي، د طالبانو د اوسني تحریک له ځینو کسانو سره یې پېژندګلوي د شوروي اتحاد پر ضد د جګړې وخت ته رسېږي. هغه ویلي، له ځینو کسانو سره یې یوځای له پاکستانه افغانستان ته سفرونه کړي او د پخواني شوروي اتحاد پر ضد په یوه مبارزه کې وو.
خو کرزي ویلي، د جګړې پر مهال اړیکې یو ډول وي او د یو هېواد د سیاسي واک چلول بله موضوع ده. د ده په وینا، کله چې طالبانو په ۱۹۹۶م کال کې کابل ونیو او د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر ژوند یې سخت بندیزونه ولګول، له هغوی سره یې اختلافونه زیات شول.
له امریکا سره شل کاله
کرزي له فایننشل ټایمز سره د امریکا د شل کلن حضور په اړه هم خبرې کړې دي.
هغه منلې ده چې امریکا افغانستان ته ډېرې پیسې، امکانات او د پرمختګ فرصتونه راوړل او افغانستان یې له نړیوالې ټولنې سره ونښلاوه. خو په عین وخت کې یې پر امریکايي ځواکونو سختې نیوکې کړې دي.
کرزي ویلي، امریکایانو په افغانستان کې ډېرې جدي تېروتنې وکړې او په ځینو عملیاتو کې افغانانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته. هغه د خپلې ولسمشرۍ په وروستیو کلونو کې هم د شپنیو عملیاتو، بمباریو او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې له امله له واشنګټن سره پراخ اختلافونه لرل.
د فساد مسئله
فایننشل ټایمز له کرزي د هغه د حکومت پر مهال د فساد په اړه هم پوښتنه کړې ده. کرزي شخصي فساد رد کړی، خو دا یې منلې چې د هغه د حکومت ځینې چارواکي او ځواکمن کسان په فساد کې ښکېل وو. هغه ویلي، افغانستان ته په بې حساب ډول د امریکايي پیسو راتګ هم د فساد د پراخېدو له مهمو عواملو څخه و.
د کرزي په خبره، ډېرې پیسې افغانستان ته راتلې، خو ځینې یې په داسې چارو لګېدې چې افغانستان ته یې ګټه نه رسوله. فایننشل ټایمز لیکي، د امریکا شل کلنې جګړې شاوخوا ۲.۳ ټریلیونه ډالره لګښت درلود او د دغو پیسو لویه برخه د قراردادیانو، امنیتي شرکتونو او نورو شبکو له لارې مصرف شوه.
ایران او د سیمې جګړې
کرزي د ایران او امریکا د شخړې په اړه هم خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې هره سیمه ییزه جګړه پر افغانستان اقتصادي او امنیتي اغېز کوي. هغه ویلي، ایران د افغانستان نږدې ګاونډی دی او دواړه هېوادونه ژبې، تاریخ، کلتور او نورې ژورې اړیکې لري.
د ده په خبره، میلیونونه افغانان هم په ایران کې اوسېږي او افغانستان غواړي چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه پای ته ورسېږي. کرزي د خپلې ولسمشرۍ وخت یاد کړی او ویلي یې دي چې هغه مهال هم امریکا او ایران یو د بل سخت مخالفان وو، خو دواړو د افغانستان په مسئله کې په ځینو برخو کې همکاري کړې وه.
هغه ویلي، د افغانستان دریځ دا و چې خاوره یې باید د ګاونډیو هېوادونو پر ضد استعمال نه شي.
د نارنج پلو پر مېز سیاست
د فایننشل ټایمز مرکه یوازې رسمي سیاسي پوښتنې نه وې. خبریال له کرزي سره د هغه په کور کې پر یوه افغان دسترخوان ډوډۍ هم خوړلې ده. کرزي مېلمه ته نارنج پلو، شینواري کباب، قروتي، شوله زرد او د افغانستان نور دودیز خواړه وړاندې کړي دي.
هغه ویلي، افغان خواړه د افغانستان د جغرافیې او تاریخ څرګندونه کوي؛ هندي، فارسي، مرکزي اسیايي او نورو کلتورونو پرې اغېز کړی دی. د ده په خبره، افغانستان په یو وخت د مرکزي، سویلي او لوېدیځې اسیا له کلتورونو سره اړیکې لري او کابل له پېړیو راهیسې د دغو بېلابېلو کلتورونو د یوځای کېدو مرکز پاتې شوی دی.
له نازو او درخانۍ تر خوشال خان خټک
د مرکې وروستۍ برخه د ادب او شعر پر خبرو تېره شوې ده. کرزي له میګل سروانتس، چارلس بودلر، رابرټ فراسټ او نورو نړیوالو لیکوالانو او شاعرانو سره د خپلې علاقې یادونه کړې ده.
خو کله چې خبره خوشال خان خټک ته ورسېده، کرزي هغه ستر شاعر وباله. هغه ویلي، خوشال خان د قام، ښځو، ژوند او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه شعرونه ویلي دي.
د مرکې په پای کې خبریال له کرزي پوښتنه کړې چې که له یو لوستي طالب سره مخامخ شي، د خوشال کوم شعر به ورته ووايي؟
کرزي ویلي، طالبان هم شعر پېژني، ځکه افغانان د هرې خوا د شعر او شاعرۍ مینه وال دي. بیا یې د خوشال خان خټک د افغان د عزت او ویاړ یو بیت یاد کړی دی.
فایننشل ټایمز لیکي، داسې ښکارېده لکه پخوانی ولسمشر چې د خپل کور له لوړو دېوالونو هاخوا ولاړو وسله والو طالبانو ته په شعر کې خپل سیاسي پیغام رسوي. خو د کرزي د دې اوږدې مرکې تر ټولو شخصي تصویر ښيي د سیاست په مجلس کې نه، بلکې د هغه د دوو لوڼو نازو او درخانۍ په راتګ کې وي.
یوه یې د طالبانو د بندیز له امله نور خپل ښوونځي ته نه شي تلی، بله لا ښوونځي ته ځي، خو که اوسني بندیزونه پاتې شي، په نږدې راتلونکي کې به هغه هم د خپلې مشرې خور په څېر د تعلیم له دوام څخه پاتې شي.
او د هغوی پلار، چې یو وخت د افغانستان ولسمشر و، وايي له طالبانو سره یې د اختلاف تر ټولو مهمه خبره همدا ده:
تر هغو چې افغان نجونې بېرته ښوونځیو ته نه وي ستنې شوې، د طالبانو د ستاینې خبره به ترې وانه ورېدل شي.


شال نیوز