واشنګټن : د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړي چې وايي، له ایران سره د روانې جګړې له امله د امریکا د جنګي وسلو او پوځي سامانونو ذخیرې کمې شوې دي. ټرمپ ویلي، امریکا د جنګي وسلو پراخې ذخیرې لري او د ده په وینا، د وسلو د کمښت په اړه خپرېدونکي راپورونه سم نه دي.
هغه ویلي، امریکا اوس په بېسارې کچه جنګي وسلې او پوځي سامانونه جوړوي او د ممکنه جنګي یا بیړنیو حالاتو لپاره د وسلو ذخیرې پیاوړې کوي. ټرمپ پر هغو رسنیو هم سختې نیوکې کړې چې د امریکا د وسلو د کمېدو په اړه یې راپورونه خپاره کړي دي. هغه ویلي، داسې راپورونه د امریکا د پوځي توان په اړه ناسم تصور پیدا کوي.
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي چې واشنګټن د خپلو دفاعي اړتیاوو لپاره کافي وسلې لري، خو د متحدینو لپاره د ځینو وسلو په ورکړه او خرڅلاو کي احتیاط کوي، څو د امریکا خپلې ذخیرې هم په مناسب حالت کي پاتې شي.
په دې وروستیو کي یو شمېر امریکايي رسنیو او پوځي شنونکو ویلي چې له ایران سره د جګړې اوږدېدو د امریکا پر ځینو پرمختللو دفاعي او بریدیزو وسلو فشار زیات کړی دی. په دغو وسلو کي د هوايي دفاع میزایل، اوږد واټن ویشتونکي میزایل او نور پرمختللي جنګي سامانونه شامل دي چې تولید یې وخت او پراخ صنعتي ظرفیت غواړي.
پوځي شنونکي وايي، که جګړه اوږده شي، نو د ځینو ځانګړو وسلو د ذخیرې بېرته ډکول په لنډ وخت کي اسانه نه دي، ځکه د پرمختللو میزایلو او دفاعي سیستمونو تولید څو پړاوونه لري. د امریکا حکومت په وروستیو میاشتو کي د وسلو جوړوونکو کمپنیو ته د تولید د زیاتولو سپارښتنې کړې دي، خو د امریکا د ټولو پوځي وسلو د موجوده ذخیرې کره شمېرې عامې نه دي.
ټرمپ بیا ټینګار کړی چې امریکا د خپلې دفاع او د هر ډول ممکنه جنګي یا بیړنیو حالاتو لپاره کافي وسلې لري او د وسلو د کمېدو په اړه خپرېدونکي راپورونه یې رد کړي دي.


شال نیوز