باجوړ : د باجوړ ډپټي کمشنر عدنان فرید د امنیتي اندېښنو له امله په ټوله ضلعه کي پر موټرسایکل د دوه کسانو پر سپرېدو د ۱۵ ورځو لپاره بندیز لګولی دی.

 

د سپټمبر پر څلورمه جاري شوي سرکاري حکم کي ویل شوي، د استخباراتي ادارو او پولیسو د راپورونو له مخې د اوسنیو امنیتي ګواښونو او په وسله والو فعالیتونو کي د موټرسایکلونو د ممکنه استعمال له امله د احتیاطي ګامونو اخیستل ضروري ګڼل شوي دي.

 

ډپټي کمشنر دا حکم د فوجداري قانون د ۱۴۴مې مادې لاندې جاري کړی دی. د حکم له مخې، بندیز د سپټمبر له څلورمې نافذ شوی او د سپټمبر تر ۱۸مې به دوام ولري. انتظامیې ویلي، د حکم سرغړونکو پر ضد به د پاکستان د جزا قانون د ۱۸۸مې مادې لاندې قانوني کارروایي کېږي.

 

په حکم کي اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې چې د بندیز په اړه خلکو ته پراخ معلومات ورکړي او د ضلعي په مهمو ځایونو کي د حکم نقلونه ولګوي.