ابوظبي : د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان مصري ـ ترکي شاعر او لیکوال عبدالرحمن یوسف القرضاوي له لس کلن قید څخه معاف کړی دی.
د اماراتو دولتي خبري اژانس «وام» د جمعې پر ورځ، د سپټمبر پر څلورمه ویلي، القرضاوي د اګست پر ۲۷مه د ابوظبي وفاقي اپیل عدالت له خوا په لس کاله قید او دوه لکه اماراتي درهمه جرمانه محکوم شوی و. د وام په وینا، د ولسمشر د معافۍ د حکم د عملي کولو لپاره اړین قانوني اقدامات شوي دي.
القرضاوي د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر پر ۲۸مه د سوریې له سفره لبنان ته د ستنېدو پر مهال د لبنان ـ سوریې پر پوله نیول شوی و. هغه تر دې لږ وخت وړاندې په دمشق کي یوه ویډیو خپره کړې وه چې پکي یې د متحده عربي اماراتو، سعودي عرب او مصر پر چارواکو نیوکې کړې وې.
وروسته متحده عربي اماراتو د هغه د سپارلو رسمي غوښتنه وکړه. د لبنان حکومت د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ پر اوومه د هغه اماراتو ته د سپارلو پرېکړه وکړه او یوه ورځ وروسته، د جنورۍ پر اتمه، القرضاوي ابوظبي ته وسپارل شو.
د اماراتو چارواکو هغه مهال ویلي وو، القرضاوي په داسې فعالیتونو تورن دی چې د دوی په وینا د عامه امنیت د ګډوډولو او د هېواد د ثبات د زیانمنولو هڅه وه.
خو د بښنې نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ماهرانو او نورو ډلو د هغه د نیولو او اماراتو ته د سپارلو مخالفت کړی و. دوی ویلي وو، د هغه مقدمه د بیان له ازادۍ سره تړاو لري او په اماراتو کي یې د ناوړه چلند، غیرقانوني قید او له کورنۍ او وکیلانو سره د اړیکو د پرې کېدو په اړه اندېښنې شته.
د بشري حقونو ډلو ویلي، له اماراتو ته تر سپارلو وروسته د اوږدې مودې لپاره د القرضاوي د ساتلو د ځای او حالت په اړه معلومات نه ورکول کېدل. د ملګرو ملتونو ماهرانو هم په ۲۰۲۵م کال کي له اماراتي چارواکو غوښتي وو چې د هغه ځای او قانوني حالت روښانه کړي.
عبدالرحمن یوسف القرضاوي د مصر د مشهور دیني عالم یوسف القرضاوي زوی دی. هغه شاعر، لیکوال او سیاسي فعال دی، د مصر او ترکیې تابعیت لري او له څو کلونو راهیسې په ترکیه کي اوسېده.
د اماراتو دولتي خبري اژانس په خپله تازه اعلامیه کي نه دي ویلي چې د ولسمشر له معافۍ وروسته القرضاوي سمدستي خوشې شوی که نه، خو ویلي یې دي چې د معافۍ د حکم د عملي کولو لپاره اړین اقدامات ترسره شوي دي.


شال نیوز