پولیس چارواکي وايي، چې د منډان تاڼې په حدودو کې د فتح خېل چوکۍ اړوند سیمه کې، د مې په لومړۍ، د پولیسو په یو بلټ پروف موټر باندې د وسلوالو لخوا راکټي برید شوی دی، چې له امله یې یو پولیس سرتېری وژل شوی او یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.
د پولیسو د چارواکو په وینا، د وژل شوي سرتیري شناخت د رضا علي شاه په نامه شوی او ټپي شوی کس د بنو ضلعې مرکزي روغتون ته لېږدول شوی دی چرته چې د هغه درملنه روانه ده.
چارواکي زیاتوي چې د پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات یې پېل کړي دي، څو د برید کوونکو درک ولګوي.
تر دې مهاله کومې ډلې د دې برید مسولیت ندی منلی.

غلام اکبر مروت