واشنګټن : یوه روسي خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او جېرډ کوشنر پلان لري په راتلونکو ورځو کي مسکو او کیف ته سفر وکړي.
د راپور له مخې، دواړه استازي به د روسیې او اوکراین له چارواکو سره د روانې جګړې، د سولې د ممکنه خبرو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ډیپلوماتیکو هڅو په اړه خبرې وکړي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي هم ویلي چې ویتکاف او کوشنر ورته د مسکو او کیف د سفرونو په اړه معلومات ورکړي دي. د نوموړي په وینا، د کیف د سفر لپاره لومړني ترتیبات نیول شوي، خو د ملاقاتونو بشپړ تفصیل لا نه دی اعلان شوی.
ویتکاف تر دې وړاندې هم څو ځله مسکو ته تللی او له روسي چارواکو سره یې د اوکراین د جګړې پر موضوع خبرې کړې دي. جېرډ کوشنر هم د ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ په ځینو مهمو ډیپلوماتیکو هڅو کي برخه لري.
تر اوسه سپینې ماڼۍ د دواړو استازو د سفر دقیقه نېټه په رسمي ډول نه ده اعلان کړې او روسیې هم د احتمالي ملاقاتونو په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي.
دا سفرونه په داسې وخت کي پلان کېږي چې امریکا هڅه کوي د مسکو او کیف ترمنځ د سولې د خبرو لپاره نوې لاره پیدا کړي، خو د دواړو خواوو ترمنځ پر مهمو موضوعاتو لا هم ژور اختلافونه موجود دي.


شال نیوز