د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ،رچرډ لینزي، کابل ته د خپل سفر په وخت د طالبانو د مشرانو سره د افغانستان او پاکستان د خړو پړو تعلقاتو په اړه خبرې کړي او په دواړو غاړو یې زور راوړی چې د ټوپک او جنګ پر ځای ډیپلوماسۍ او خبرو اترو ته مخه کړي.
هغه وویل چې دواړه هېوادونه باید داسې ګامونه پورته کړي چې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونیول شي او د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د بدنیتۍ او بدامنۍ لړۍ ختمه شي.
د بریتانیا د استازي په وینا د پاک افغان سرحد د بندېدو له امله لږ تر لږه یو ملین کسان په سرحدي علاقو کې له سختو ستونزو سره مخ دي او امدادي مرستې ورته نه رسیږي، نو ځکه پکار ده چې لارې خلاصې وساتل شي.
هغه هیله وښوده چې د چین په کوربه توب د ارومچي له خبرو وروسته به په حالاتو کې مثبت بدلون راشي او دواړه غاړې به خپلې جګړې او جنجالونه د خبرو له لارې هوار کړي.
بریتانیا په روان کال کې شاوخوا ۱۵۰ ملین پونډه ،چې نږدې ۱۳ اربه افغانۍ کیږي، له افغانستان سره په انساني برخو کې کومک کړی دی. خو ښاغلي لینزي دا هم وویل چې دوي غواړي پوره ډاډ ترلاسه کړي چې د دې مرستو له نیمایي زیاته برخه ښځو او جینکو ته رسیږي. هغه په واکمنو چارواکو غږ وکړ چې ښځو ته د کار او زدکړو حق ورکړي ځکه د ټولنې د نیمي برخې له شمولیت پرته د هېواد اقتصاد هیڅکله نه شي ښه کېدای.
د بریتانیا او کابل د تعلقاتو په اړه هغه وویل چې لندن د دغو اړیکو زیاتولو ته ژمن دی خو دا هر څه د طالبانو د حکومت په کارونو پورې اړه لري. هغه دا هم وویل چې بریتانیا تر اوسه ۳۸ زره هغه افغانان خپل ملک ته وړي او هلته یې مېشت کړي دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی و.
دا راپور په داسې وخت کې مخې ته راځي چې په سیمه کې د بریدونو او نښتو له امله د کابل او اسلام اباد ترمنځ اعتبار بیخي ختم شوی دی.

شال نیوز