فوجیان / ګوانګ‌ ډونګ : د چین په سویلي او ختیځو ساحلي سیمو کي د «ساوډېل» توپان له امله سخت بارانونه او سېلابونه راغلي او یوازې د فوجیان له ولایت څخه تر ۸۳ زره زیات کسان خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.

 

رویټرز وايي، توپان ،د سپتمبر په ۳مه، په فوجیان او ګوانګ‌ډونګ کي ګڼې ښاري او کلیوالې سیمې تر اوبو لاندې کړې دي. په فوجیان کي د سېلاب اوبو موټرونه، سړکونه او کورونه اغېزمن کړي او په «جینشي» کلي کي د خښتو درې پوړیز کور هم نړېدلی دی.

 

په فودینګ ښار کي د اور وژنې او ژغورنې کارکوونکو د ملا تر کچې اوبو کي خلک، په ځانګړي ډول سپین ږیري، خوندي سیمو ته انتقال کړي دي. په پوتیان ښار کي د مولان سیند اوبه له غاړو اوښتې او سړکونو، پلونو او استوګنیزو ودانیو ته یې زیان رسولی دی. چارواکو ویلي، په ځینو سیمو کي د ورکو شویو کسانو د موندلو لپاره هم عملیات روان دي.

 

په اغېزمنو سیمو کي ښوونځي تړل شوي، عامه ټرانسپورټ ځنډول شوی او د سېلابونو پر وړاندې بیړني انتظامات عملي شوي دي. د چین د طبیعي سرچینو وزارت خبرداری ورکړی چې د پرله‌پسې بارانونو له امله د غر ښوېدنې او نورو ثانوي پېښو خطر هم زیات شوی دی.

 

ساوډېل د پنجشنبې په سهار د فوجیان پر ساحل یو ځل بیا ځمکې ته رسېدلی. دا سږکال پر چین اووم توپان بلل شوی او د هوا ماهران وايي، د «اېل نینو» د اغېز له امله د لوېدیځ ارام سمندر د توپانونو مسیر او شدت غیرعادي شوی دی. د ماهرانو په وینا، د سږني توپانونو موسم ښايي د معمول خلاف تر ډسمبر پورې وغځېږي.