د شمالي وزیرستان په ضلعي مرکز میرام شاه کې د وسلوالو لخوا په هدفي برید کې د نامتو ملک، سیف الله خان داوړ د وژنې نه پس د درپه خېلو او وسله والو تر منځ نښتو کې لږ تر لږه ۳ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي
ځایي سرچیني وایي، د مې په لومړۍ، سهار وختي وسلوالو پر ملک سیف الله خان داوړ ډزې وکړې چې له امله یې هغه ووژل شو. د پېښې خبر په سیمه کې په چټکۍ خپور شو او ورسره سم د نوموړي د قام غړو غبرګون وښود.
د راپورونو له مخې، د درپه خېل قام وسلوالو کسانو او بریدکوونکو وسلوالو ترمنځ نښتې پېل شوې چې دواړه لوري پکې درنې وسلې کارولې. د ځايي پولیسو د وینا لمخې، ډزې اوسمهال ولاړې دي خو تر دې دمه په نښتو کې د دوه کسانو مرګ او اته ټپیانو پخلی شوی دی او وسلوالو د مرګ ژوبلې په اړه تحقیقات روان دي.
د چارواکو په وینا، وژل شوي کسان د مهران (د نورداد خان زوې) او مشتاق (د سخي دار خان زوې) په نامه پېژندل شوي دي او په ټپيانو کې معاذ (د صادق زوې)، شاه حسین (د سلطان ایاز زوې)، اکبر نواز (د میر داری خان زوې)، مجاهدین (د خاندان زوې)، مسلم (د خان زوې)، احمد الله (د ملک عبدالجبار زوې)، محمد یعقوب (د محمد ایاز زوې)، فضل کریم (د میر خون خېل زوې) شامل دي.
بل لور ته، د میرام شاه بازار او شاوخوا سیمو کې دوکانونه تړل شوي او خلک په کورونو کې پاتې دي. ځایي مشرانو ویلي چې دا پېښه کولی شي سیمه یو ځل بیا ناامنۍ ته ټېله کړي.
پولیس وايي چې د ټولو مړو او ټپیانو تعلق د درپه خېل قبیلي څخه دی او د پېښې نه پس د میرام شاه ضلعي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې وروستو ،ملک سیف الله خان، د جنازې مراسم په درپه خېلو کې ترسره کېدو نه پس خاورو ته وسپارل شو.
په تېره یوه اوونۍ کۍ دا د خپل نوعیت دوېیمه پېښه ده چې د دې نه مخکې د اپرېل په ۲۶مه د باجوړ ملک فضل واحد هم په یو هدفي برید کې ووژلی شو.
د شمېرو لمخې د کال ۲۰۰۱م نه را په دېخوا، په تېرو دوو لسیزو کې د قبايلي سیمو د ۲۵۰۰ نه زیات مشران او ملکانان په مرموزه ډول وژلی شوي دي چې د دې وژنو مسولیت چا ندی منلی خو عمومي خیال دا دی چې دا د وسلووالو او د پاکستاني استخباراتو ترمنځه قرباني شوي دي.
تر اوسه هېڅ ډلې په رسمي توګه د دې وروستي برید مسوولیت نه دی منلی، خو چارواکي وایي چې د پېښې بېلابېل اړخونه څېړل کېږي.

صفدر داوړ