کوټه : د بلوچستان اسمبلۍ په نننۍ ،د سپتمبر د ۴مې، غونډه کې د ترهګرۍ ضد قانون د ترمیم نوې مسوده وړاندې کوي. د اسمبلۍ د سرکاري اجنډا له مخې، د ترهګرۍ ضد بلوچستان ترمیمي قانون مسوده د پنجشنبې، د سپټمبر پر ۳مه، د غونډې په کارروایۍ کې شامله ده.
تر اوسه د نوې مسودې بشپړ متن په عامه توګه نه دی خپور شوی او دا هم په تفصیل نه دي روښانه شوي چې حکومت د ۱۹۹۷م کال د ترهګرۍ ضد قانون کومې برخې بیا بدلول غواړي.
دا مسوده په داسې وخت کې اسمبلۍ ته راځي چې یوه ورځ مخکې د بلوچستان اسمبلۍ د حکومت او اپوزېشن غړو د صوبې پر خرابېدونکي امنیتي حالت جدي اندېښنې څرګندې کړې وې. غړو د ترهګرۍ، وسله والو بریدونو او ناامنۍ په اړه د بندې دروازې ځانګړې غونډې او د حکومت او اپوزېشن د ګډې تګلارې غوښتنه کړې وه.
بلوچستان حکومت تېر کال هم د پاکستان د ۱۹۹۷م کال د ترهګرۍ ضد قانون کې ترمیم کړی و. د ۲۰۲۵م کال د ترمیم له مخې، صوبايي حکومت او ځینو امنیتي او استخباراتي ادارو ته په ځانګړو حالاتو کې د مشکوکو کسانو د پوښتنو لپاره تر درېیو میاشتو د مخنیوي توقیف اختیار ورکړل شوی و. په قانون کې د ګډې پلټنیزې ډلې، تلاشي، نیولو او د شتمنۍ یا اړوندو موادو د ضبطولو اختیارات هم شامل شوي وو.
د بلوچستان اسمبلۍ د رسمي ریکارډ له مخې، د ۲۰۲۵م کال د ترهګرۍ ضد ترمیمي قانون د سپتمبر پر لسمه منظور شوی او د سپتمبر پر دولسمه یې د والي منظوري ترلاسه کړې وه.
د روانې اوونۍ په لومړیو کې بلوچستان اسمبلۍ د امن او امنیت د ښه کولو لپاره د ملي ایکشن پلان پر عملي کولو هم ګډ قرارداد منظور کړی و. د اسمبلۍ غړو ویلي وو چې د ترهګرۍ او ناامنۍ پر ضد باید د حکومت ادارې یوه ګډه او اغېزمنه تګلاره ولري.
د نن وړاندې کېدونکې ترمیمي مسودې د مادو بشپړ جزییات به له وړاندې کېدو وروسته روښانه شي.


نعيم اچکزئي