جنیوا / خرطوم : د ملګرو ملتونو د سوډان لپاره د حقیقت موندنې خپلواک ماموریت وايي، چې بهرني اشخاص او شبکې د دغه هېواد روانې جګړې ته وسلې، پوځي ټکنالوجي، ډرونونه، روزنه او بهرني جنګیالي رسوي او په دې توګه د جګړې دوام او د ملکي خلکو زیانونه زیاتوي.

 

د سپتمبر پر ۳مه خپور شوي راپور کې ویل شوي دي چې څېړونکو داسې شواهد موندلي چې له متحده عربي اماراتو، چاډ، لیبیا او سومالیا سره تړلي کسان او شبکې د چټک ملاتړ ځواکونو، ته د وسلو، پوځي تجهیزاتو، روزنې، ترانسپورټ او بهرنیو کسانو په رسولو کې رول لري.

 

د ملګرو ملتونو د څېړونکو په وینا، ځینو خصوصي کمپنیو، منځګړو او د کسانو د ګمارنې شبکو د چاډ، لیبیا او سومالیا له لارې د چټک غبرګون ځوک لپاره د وسلو، پوځي کسانو او نورو اکمالاتو د انتقال زمینه برابره کړې ده. راپور وايي، چې چاډ د سوډان له لوېدیځ دارفور سره اوږده ګډه پوله لري او د ځینو بهرنیو شبکو لپاره د تګ راتګ او انتقال د لارې په توګه یاد شوی دی.

 

خو د چاډ حکومت ویلي دي چې د سوډان په جګړه کې بې طرفه دی او د خپلې خاورې له لارې د وسلو د انتقال په اړه معلومات نه لري. متحده عربي امارات هم هغه تورونه رد کړي دي چې ګواکې چټک غبرګون ځواک ته پوځي، مالي، لوژستیکي یا سیاسي مرسته ورکوي.

 

راپور همداراز وايي، چې د کولمبیا تر دوه زرو پورې پخواني پوځي کسان ښيي د چټک غبرګون ځواک ترڅنګ په سوډان کې فعالیت کړی وي. د ملګرو ملتونو په وینا، ځینو کولمبیایي قراردادیانو د پرمختللو ډرونونو، توپونو او نورو وسلو په چلولو او ساتنه کې مهم رول درلود او یو شمېر یې د دارفور د الفاشر په شاوخوا عملیاتو کې هم موجود وو.

 

د کولمبیا حکومت ملګرو ملتونو ته ویلي دي چې د اجیرو جنګیالیو له کارولو سره مخالف دی او هڅه کوي چې په بهرنیو جګړو کې د خپلو وګړو د ګډون مخه ونیسي.

 

د ملګرو ملتونو څېړونکو د سوډان په جګړه کې د سویلي سوډان، چاډ او ایتوپیا د ځینو جنګیالیو د شتون راپورونه هم ثبت کړي دي. د شاهدانو په وینا، دغه کسان تر ډېره د جګړې په لومړیو کرښو کې لیدل شوي وو.

 

راپور وايي، چې بهرنی ملاتړ یوازې چټک غبرګون ځواک پورې محدود نه دی. څېړونکو داسې لومړني شواهد هم موندلي دي چې د سوډان پوځ د بهرنیو سرچینو ترلاسه شوي ډرونونه کارولي او د جګړې دواړو خواوو په وروستیو میاشتو کې خپل هوايي بریدونه پراخ کړي دي.

 

د ملګرو ملتونو په وینا، یوازې د ۲۰۲۶م کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د ډرون بریدونو له امله له زرو زیات کسان وژل شوي دي. څېړونکي وايي، چې د پوځ او چټک غبرګون ځواک ځینې بریدونه د نړیوال بشري قانون جدي سرغړونې دي او ځینې یې ښيي جنګي جرمونه وبلل شي.

 

په راپور کې د سویلي کردفان د کالوګي په سیمه کې د چټک غبرګون ځواک د یو ډرون برید یادونه شوې چې ۱۱۴ کسان پکې وژل شوي وو. د سوډان د پوځ په یو بل ډرون برید کې د ختیځ دارفور په الداعین ښار کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او یو لوي روغتون هم سخت زیانمن شوی و.

 

ملګرو ملتونو د شمالي کردفان په الابیض ښار کې د چټک غبرګون ځواک د پرله پسې ډرون بریدونو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د جولایۍ او اګست ځینې بریدونه ښيي جنګي جرمونه وبلل شي.

 

په سوډان کې جګړه د ۲۰۲۳م کال په اپرېل کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د واک پر سر له اختلاف وروسته پېل شوه. د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو د شمېرو له مخې، جګړې تر اوسه لږ تر لږه ۵۹ زره کسان وژلي، شاوخوا ۱۳ تر ۱۴ میلیونه خلک یې بې‌ ځایه کړي او د هېواد په ګڼو سیمو کې یې د خوراکي موادو سخت کمښت او قحطي رامنځته کړې ده.

 

د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې ماموریت له هېوادونو غوښتي چې د ناقانونه وسلو، پوځي کسانو او تجهیزاتو د رسولو شبکې وتړي او پر سوډان د وسلو بندیز په جدي ډول عملي کړي.

 

څېړونکي وايي، تر څو چې بهرنی پوځي ملاتړ، وسلې، ډرون ټکنالوجي او بهرني جنګیالي د جګړې دواړو خواوو ته رسېږي، د سوډان جګړه به نوره هم اوږده شي او تر ټولو لوي زیان به عامو خلکو ته رسېږي.