واشنګټن : امریکا پرېکړه کړې ده چې په منځني ختیځ کې د خپلو زرګونو پوځیانو ترڅنګ د هوايي، دفاعي او سمندري ځواکونو د پاتې کېدو موده تر ۲۰۲۷م کال پورې وغځوي. د سپتمبر د ۳مې، د راپورونو له مخې، دا مهال په منځني ختیځ کې شاوخوا ۵۰ زره امریکايي پوځیان موجود دي او ۱۹ امریکايي جنګي کښتۍ هم په سیمه کې فعالیت کوي.
د امریکا د هوايي دفاع ځینې ډلې چې عموماً نهه میاشتې په سیمه کې پاتې کېدې، اوس به تر یو کال پورې هلته وساتل شي. دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې ده چې د امریکا او ایران جګړه روانه ده او په هرمز تنګي او د منځني ختیځ په نورو برخو کې پوځي کړکېچ دوام لري.
د امریکا پوځي فعالیت په منځني ختیځ کې نوی نه دی. واشنګټن له دویمې نړیوالې جګړې وروسته له سعودي عرب، ایران، ترکیې او نورو هېوادونو سره پوځي اړیکې لرلې، خو په سیمه کې د لوي شمېر امریکايي پوځیانو د ځای پر ځای کېدو مهم پړاو په ۱۹۹۰م کال کې د عراق له خوا پر کویت له برید وروسته پېل شو.
امریکا هغه مهال سعودي عرب او د فارس خلیج سیمې ته په سلګونو زره پوځیان ولېږل او په ۱۹۹۱م کال کې یې له خپلو متحدینو سره یو ځای عراقي ځواکونه له کویټه وایستل. له خلیج جګړې وروسته ټول امریکايي پوځیان له سیمې ونه وتل. امریکا په کویت، بحرین، سعودي عرب او نورو هېوادونو کې پوځي اډې او ځواکونه وساتل.
په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو لپاره یو واحد قانون یا یوه واحده لوظنامه نه شته. امریکا له بېلابېلو هېوادونو سره جلا دفاعي تړونونه او موافقې لري، او په ډېرو هېوادونو کې یې پوځیان د کوربه حکومت په اجازه ځای پر ځای دي.
امریکا او کویت په ۱۹۹۱م کال کې د دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړی و. په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو پنځمه بېړۍ ده، او له اردن سره هم واشنګټن د دفاعي همکارۍ جلا موافقې لري. په عراق کې امریکا وايي، پوځیان یې د عراقي حکومت په بلنه د داعش پر ضد د عراقي ځواکونو د ملاتړ لپاره پاتې دي.
د امریکا دننه بیا د بهرنیو پوځي عملیاتو لپاره د کانګرس له خوا ورکړل شوې د پوځي ځواک د کارولو اجازه هم مهمه ده. تر ټولو مشهوره یې د ۲۰۰۱م کال اجازه ده چې د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته تصویب شوې وه.
د امریکا تازه پرېکړه دا معنا نه لري چې ټول شاوخوا ۵۰ زره پوځیان به حتماً تر ۲۰۲۷م کال پورې په همدې شمېر په سیمه کې پاتې وي، بلکې د ځینو پوځیانو او د هوايي، دفاعي او سمندري ځواکونو د پاتې کېدو موده غځول شوې ده.
واشنګټن غواړي د ایران له جګړې او په سیمه کې له روانو امنیتي حالاتو سره سم خپل پوځي چمتووالی وساتي.


شال نیوز